د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

د پاکستان پوځ: افغانستان دې د تورونو لګولو پر ځای خپل ګرېوان ته وګوري


د پاکستان پوځي چارواکي وايي، افغانستان دې پر پاکستان د تورونو لګولو او دې هېواد ته د ګواښ پر ځای خپلو داخلي چارو او مسایلو ته پام واړوي.

د پاکستان د پوځ جګپوړو قوماندانانو دا څرګندونې په هغې غونډه کې کړي چې د دغه هېواد د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه په مشرۍ راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې شوې.

دغو چارواکو دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل په ډيپلوماتیکه ساحه کې د موټر بم یوه خونړۍ چاودنه وشوه چې سلګونه عام ملکي کسان‌یې مړه او ټپیان کړل.

جنرال قمر جاوید باجوه
جنرال قمر جاوید باجوه

که څه هم لا تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسؤلیت پر غاړه نه‌دی اخیستی، خو د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي چې دا برید حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې په مرسته او لارښوونه پلان کړی و.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې «ISPR» د سې شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په راولپنډۍ کې د جګپوړو پوځي قوماندانانو یوه ځانګړې غونډه شوې چې په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو وروسته په‌کې د سیمې امنیتي وضعیت څېړل شوی.

خبرپاڼه په دې اړه کاږي:

"په دغې غونډه کې په کابل کې تر وروستیو ترهګریزو بریدونو وروسته پر پاکستان د بې‌بنیاده تورونو او ګواښونو لګولو جایزه هم واخيستل شوه. افغانستان ته په کار دي چې پر پاکستان دې د تورونو لګولو پر ځای خپل ګرېوان ته وګوري او خپل داخلي مسایل دې وپېژني."

د پاکستان پوځي مشرانو همدا شان په کابل کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو له امله له افغان ولس او افغان امنیتي ځواکونو سره خواخوږي ښودلې او د ترهګرۍ د ځپلو په لړ کې یې له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ جاري ساتلو عزم ښکاره کړی دی.

د پاکستان تر پوځي مقاماتو مخکې د دې هېواد د بهرنیو چار وزارت هم د کابل تر خونړي برید وروسته د افغانستان تورونه رد کړي او بې‌بنیاده بللي وو.

د پاکستان د پوځ د مشر په مشرۍ د دې هېواد د جګپوړو پوځي مشرانو دا غونډه په داسې وخت کې شوې چې په همدې ورځ په کابل کې د افغانستان په مشرۍ د "کابل پروسې" غونډه روانه وه او د پاکستان په ګډون په‌کې د ۲۷ هېوادونو او نړیوالو ادارو استازو ګډون کړی وو.

د کابل پروسې غونډه
د کابل پروسې غونډه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دغې غونډې ته د وینا پر مهال د اسلام او کابل اړیکو ته په اشاره ویلي چې موږ له پاکستان سره سوله غواړو او غواړو پر پاکستان باور وکړو، خو ستونزه دا ده په دې نه‌پوهېږو چې پاکستان له موږه څه تمه لري؟

د یادونې وړ ده چې افغان ولسمشر په دغې غونډه کې له پولو بهر ترهګري او د ترهګرو ملاتړي هېوادونه نه‌زغموونکي بللي او پر نړیواله ټولنه‌یې غږ کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او جګړې د پای ته رسولو برخه کې له ځنډ پرته خپلې ژمنې عملي کړي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG