د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

د هلمند د حج او اوقاف رئیس څارنوالۍ ته معرفي شوی


د هلمند والي وايي، د حج او اوقافو رئیس‌يې د خلکو له ډېرو شکایتونو وروسته څارنوالۍ ته معرفي کړی دی.

حیات‌الله حیات نن پنجشنبه په یاد ولایت کې په یوه خبري ناسته کې رسنیو ته وویل چې د حج او اوقافو رئیس د خپل صلاحیتونو او دندې نه ناوړه استفاده کوله، مکې مکرمې ته‌يې د حاجیانو په لېږلو کې بې‌نوبتي او بې‌عدالتي کوله او د حاجیانو د لارښوونې لپاره‌يې په معلمینو کې د خپلو دوستانو څخه کسان استول.

والي وویل د فساد پر ضد کلکه اراده لري، خو په دې مبارزه کې يې د خلکو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

د هلمند د حج او اوقافو رئیس عبدالحمید قاری‌زاده پر ده لګول شوي تورونه رد کړي دي.

د هلمند د استېناف څارنوال محمد صادق فراهي وايي، د حج او اوقافو د رئیس دوسیه ورته رسېدلې ده او نوموړی اوس‌مهال په توقیف خانه کې دی.

په دې اړه نور معلومات د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00

XS
SM
MD
LG