د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

د افغان خبریالانو مرکز: اطلاعاتو ته نه‌لاسرسی روان وضعیت لا خرابوي


د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې معلوماتو ته نه‌لاسرسی روان وضعیت لا خرابوي.

یاد مرکز معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې نی ادارې ته د تازه نظرپوښتنې نتیجه د اندېښنې وړ بولي.

د دې مرکز مشر احمد قریشي د چهارشنې په ورځ ازادي راډيو ته وویل معلوماتو ته نه‌لاسرسی کولای شي خلک په بې‌خبري او حکومت په بې‌مسؤلیتۍ کې راګېر کړي.

هغه وايي چې دا وضعیت به د افغانستان حالت لاپېچلی کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې خبریال ونه‌شي کولای د اړتیا وړ مواد تر لاسه کړي نو نه‌شي کولای اورېدونکو ته هم سم معلومات ورسېږي، کله چې مخاطب په څه پوه نه‌شي او له وضعیته همداسې ناخبره پاتې شي حکومت هم ځواب ویونکی نه‌وي دا وضعیت روان حالت بل لوري ته بیولای شي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نی د سې شنبې په ورځ د یوه راپور له خپرولو سره وویل چې په هرو لسو خبریالانو کې یو یې له ستونزو سره مخ دی.

د دغې نظرپوښتنې له مخې چې د مرکز کابل په‌شمول په دیارلس ولایتونو کې شوي راغلي چې د هېواد ۹۰ فیصده خبریالان معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي تر دې چې د څېړنیزو راپورونو د جوړولو په برخه کې له ګواښونو سره مخ کېږي.

له دې لس ورځې وړاندې معلوماتو ته د لاسرسي کمېسیون ویلي وو چې د افغانستان په ډېری ادارو کې معلومات محرم ګڼل کېږي تر دې چې یوازې خبریالان د خپلو اړیکو او ملګرتیا پر اساس ځينو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کوي.

د یاد کمېسیون د رئیس سید اکرام افضلي په باور د افغانستان ادارې اوس هم اطلاعاتو ته د لاسرسي پر حق او فرهنګ باور نه‌لري.

د افغانستان جمهوري ریاست که څه هم معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ځينې ستونزې تائیدوي خو د نی ادارې دا نظرپوښتنه غیر معیاري ګڼي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډيو ته وویل هغه کارونه چې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې شوي د ستایلو دي.

دواخان مینه پال.
دواخان مینه پال.

نوموړي زیاته کړه:

"ستونزه دا ده چې په دې برخه کې یوه معیاري او بنیادي سروې نه‌ده شوې، دا منو چې معلوماتو ته لاسرسی په ټوله معنی نه‌دی عملي شوی، خو په ډېره کې کارونه شوي چې د ستایلو وړ دي."

سره له دې چې ولسمشر محمد اشرف غني اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نېږدې درې کاله مخکې توشېح کړی، خو تر اوسه انتقاد دا دی چې حکومتي ویاندویان او ډېری ادارې خبریالانو ته پر خپل وخت معلومات نه‌ورکوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG