د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

دانش: له خبریالانو سره د تاوتریخوالي عاملین به ونیول شي


د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د وروستۍ مظاهرې د تنظیموونکو په مرسته به هغه کسان ونیول شي چې له خبریالانو سره یې تاوتریخوالی کړی دی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند د سې شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل په دې اړه جدي هڅې پیل شوي دي.

په کابل کې د دوشنبې ورځې مظاهرې پر مهال یو شمېر خبریالان د مظاهره کوونکو له خوا وهل او ټکول شوي دي.

د مظاهره کوونکو دا کار د خبریالانو په ګډون د بېلابېلو ادارو له عکس العملونو سره مخ شوی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسوولان ډاډ ورکوي چې په کابل کې د وروستۍ مظاهرې پر مهال له خبریالانو سره د تاوتریخوالي عاملین به ډېر ژر ونیول شي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د دې پېښې عاملین د مظاهرې د تنظیمونکو په مرسته پیدا او د قانون منګلو ته وسپاري.

نجیب دانش
نجیب دانش

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"موږ د هغو دوستانو د همکارۍ غوښتنه کړې کوم چې د دوشنبې ورځې د مظاهرې رهبرې یې کوله ترڅو د هغو کسانو د پېژندلو لپاره له موږ سره همکاري وکړي چې تېره ورځ یو شمېر خبریالانو سره تاوتریخوالی کړی او موږ به په دې اړه اقدام کوو."

د ازادي راډیو د ویډیو ژورنالېست په ګډون یو شمېرخبریالان او عکاسان د دوشنبې په ورځ په کابل کې د مظاهرې په سیمه کې د مظاهره کوونکو له خوا ووهل شول او د ځینو تخنیکي وسائل یې هم مات شول.

اوس مهال د مظاهره کوونکو له خوا د خبریالانو وهل او ټکول د ډېرو خبریالانو له تندو غبرګونونو سره مخ هم شو.

دوو تنو افغان خبریالانو فریدالله او احمدجاوید ارزومند ازادي راډيو سره په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې دا موضوع جدي ونیسي او عاملینو ته یې سخته سزا ورکړي.

اوس مهال د مظاهره کوونکو له خوا د خبریالانو وهل او ټکول د ډېرو خبریالانو له تندو غبرګونونو سره مخ هم شو.
اوس مهال د مظاهره کوونکو له خوا د خبریالانو وهل او ټکول د ډېرو خبریالانو له تندو غبرګونونو سره مخ هم شو.

"د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زه په کلکو ټکو غندم، په دې مظاهرې کې داسې کړې وې چې بلاخره ژورنالستانو ته یې سپکاوی وکړ د دوې کمرې ماتې شوې دوې ووهل شول، ژورنالېسټیک کارونه ایا که ګناه وې نو لطفاً دوې دې موږ ته ووایې، زموږ غوښتنه دا ده چې ژورنالېستانو سره له دې وروسته باید دا ډول کړنې ونه شي.

-دا یو ډېر بد او وحشیانه عمل و دا موږ ته د زغم وړ نه دی، زموږ هیله له حکومته دا ده چې دا کسان پیدا او د قانون منګلو ته وسپاري."

په همدې حال کې نۍ یا په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه ملاتړ اداره وایي چې د دوشنبې په ورځ د رسنیو له اتو کارکوونکو سره ناوړه فزیکي چلند شوی چې دوی یې غندي.

له بلې خوا د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت د خبریالانو وهل او ټکول د اندېښنې وړ ګڼي.

د دغه وزارت ویاند هارون حکیمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د رسنیو د کار کوونکو په وړاندې دا ډول حرکتونه هغه څه وو چې د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت اندېښنه یې را وپاروله، موږ له ټولو هېوادوالو څخه هیله لرو چې د رسنیو د کارکوونکو خیال وساتي دا هغه خلک دي چې د دوی د غږ په رسولو او د اطلاعاتو په رسولو کې له دوی سره همکاري کوي."

نوموړي وویل، له خبریالانو سره تاوتریخوالی د رسنیو په روحېي، اطلاعاتو ته د لاسرسۍ او بیان ازادۍ باندې منفي اغیزې کوي.

ښاغلي حکیمي وویل، د دې ترڅنګ د رسنیو یو شمېر کار کوونکو هم ګواښ کړی که له خبریالانو سره بیا ځلي داسې چلند وشي نو دوی حاضر نه دي چې دا ډول پروګرامونو ته پوښښ ورکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG