د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

بلخ کې د خبریالانو مصونیت او امنیت ساتنې پر کمېټې بندیز ولګېد


د بلخ ولایت ژورنالېستانو او د خبریالانو له حقونو څخه مدافع بنسټونو د خبریالانو مصونیت او امنیت ساتنې کمېټې پر فعالیت بندیز ولګاوه.

د بلخ ولایت خبریالان شکایت کوي چې دوی یادې کمېټې ته درې تنه د بلخ د خبریالانو په استازیتوب ورمعرفي کړي و چې دا کسان د ازادو انتخاباتو پر بنسټ غوره شوي وو.

د بلخ ژورنالېستان ادعا کوي چې اوس‌مهال په کابل کې د رسنیو فدراسیون چې بلخ ولایت کې نماینده‎ګي هم نه‎لري، له دوی سره له مشورې پرته د بلخ د خبریالانو د استازو پر ځای په تحمیلي توګه درې، نوي کسان یادې کمېټې ته ورپېژندلي دي.

په بلخ کې د ارزو ټلوېزیون مشر نوراغا شریفي وايي:

"کومه تګ‎لاره چې دوی غوره کړې ورسره ستونزه لرو. هغه تګ‎لاره چې د بلخ هېڅ خبريال او د رسنۍ مسؤل ترې خبر نه‎لري، د يو داسې کمېسیون له‎خوا چې بلخ ولايت کې نمايندګي نه‎لري، د دغه ولايت ټول خبريالان‌يې له نوم سره اشنا هم نه‎دي، راځي په تحميلي توګه درې کسان معرفي کوي، نو دغه لاره چې دوی غوره کړې، دا قانوني نه‎ده."

د بلخ خبریالان وايي چې دا کسان په هېڅ ډول د دوی استازیتوب نه‎کوي او په همدې علت د یادې کمېټې فعالیت چې په اصل کې د یوه دولتي بنسټ په توګه د خبریالانو د ستونزو برخه کې کار کوي، تحریموي.

بلخ کې د خبریالانو د ټولنیز بنسټ مرستیال او د پژواک خبري اژانس ژورنالېست ذبیح‌الله احساس وايي، ستونزه دا ده چې د خبریالانو له نامه څخه په استفادې مرکز کابل کې ځینې پروژوي بنسټونه جوړ شوي او د خپلو ګټو د تأمینولو په خاطر د ولایتي خبریالانو له نامه او حق څخه استفاده کوي.

ښاغلي احساس زیاته کړه:

"فدارسیونونه، ځینې کمېټې او کمېسیونونه د خبریالانو په نامه کابل کې جوړېږي، هغوی په کلونو کلونو ولایتونو ته سفر هم نه‎کوي، نو زه نه‌پوهېږم چې دوی څنګه ځان ته حق ورکوي چې زموږ په استازیتوب یادې کمېټې ته کسان معرفي کړي. دا څنګه قانون دی؟ چې د یوه ولایت خبریالانو لپاره د دوی د ستونزو د حل لپاره نماینده‎ګان ټاکل کېږي او هماغه ولایت له خبریالانو پوښتنه نه‎کېږي."

د بلخ د خبریالانو له‎خوا یادې کمېټې لپاره له درېیو ټاکل شویو خبریالانو یو ذبیح‌الله عسکرزاده دی.

دی وايي چې بلخ مېشتي خبریالان به د یادې مسئلې په وړاندې چوپه خوله پاتې نه‎شي او خپل غږ به ان د ملګرو ملتونو تر سیاسي دفتر هم ورسوي.

عسکرزاده وویل:

"اعتراض کوونکي د بلخ له اطلاعات او فرهنګ رياست، د مطبوعاتو امريت، همداراز له ملي او نړيوالو ټولنو لکه، بلخ کې د ملګرو ملتونو سياسي نمايندګي-يوناما او د بشر حقونو رياست څخه غواړي چې دا موضوع په پرېکنده توګه په ناپېيلي ډول وڅېړي او د ډموکراسي د پلي کېدو لپاره ګام پورته کړي."

د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر صالح محمد خلیق
د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر صالح محمد خلیق

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر صالح محمد خلیق هم په کابل کې د خبریالانو د فدراسیون دا عمل د رسنیزو قوانینو او اخلاقو خلاف بولي.

خلیق وايي چې یادې کمېټې ته باید د بلخ د خبریالانو په استازیتوب کسان د ازادو انتخاباتو له لارې وټاکل شي.

تر دې دمه یادې کمېټې ته له کابله د رسنیو د فدراسیون ورپېژندل شویو استازو، په دې اړه څرګندونې نه‎دي کړي.

کزارش: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG