د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

اطلاعاتوته د لاس رسي د څارکمیسیون د موجودیت اعلان وکړ


اطلاعاتوته د لاس رسي د څار کمیسیون په رسمي توګه د موجودیت اعلان وکړ.

د دغه کمیسیون غړیو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې هڅه به وکړي څوخبریالان او عام خلک اطلاعاتو ته په سمه توګه لاس رسی پیدا کړي.

که څه هم ځیني افغان خبریالان د دغه کمیسیون له پرانیستلو هرکلی کوي خو وایي، هغه وخت به د دغه کمیسیون کار نتیجه ورکړي چې غړي یې په رښتیني توګه خدمت وکړي.

په داسې حال کې چې ویل کیږي خبریالان اوس ډېرکم اطلاعاتو ته لاس رسی پیدا کولای شي خو اطلاعاتوته د لاس رسي د څارکمیسیون وايي چې معلوماتوته د خبریالانو د په وخت لا رسي زمینې برابروي.

د دغه کمیسیون غړیو د چهارشنبې به ورځ وویل چې اطلاعاتوته خلکود لاس رسي په برخه کې به له ټولو لارو چارو څارنه کوي.

اطلاعاتوته د لاس رسي د څارکمیسیون رییس سیداکرام افضلي په دې اړه وویل:

((اطلاعاتو ته د لاس رسي د څارکمیسیون چې په افغانستان کې معلوماتو ته د لاس رسي په وضعیت څارنه کوي.

په دې برخه کې د هرډول شکایت څیړنه هم زموږ دنده ده.

موږ به د ټولو ادارو شفافه راتلونکې تامین کړو او هڅه موده چې په خاصه توګه رسنۍ په وخت اطلاعاتو ته لاس رسی پیدا کړي.))

ښاغلي افضلي همدارازد ټولو دولتي ادارو له مسوولینو وغوښتل چې په وخت رسنیوته د معلوماتو په رسولو کې همکاري وکړي.

د نوموړي په خبره هره اداره چې رسنیو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړي قانوني چلند به ورسره وشي.

اطلاعاتوته د لاس رسي د څارکمیسیون اطلاعاتوته د لاس رسي د قانون له توشیح وروسته رامنځته شوی دی.

که څه هم اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په شپږو فصلونو او ۳۲ مادو کې د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له خوا توشیح شوخونه عملي کیدلو یې ډېرانتقادونه له ځانه سره لرلي دي.

په عین حال کې یوشمېرافغان خبریالان د دغه کمیسیون له پرانیستل کیدو خوښي ښيي خو وايي چې کارونه به یې هغه وخت اغیزمن تمام شي چې ټول غړي یې د خبر ورکولو په برخه کې رښتینی خدمت وکړي.

دووافغان خبریالانو سمندراو حسین ناصري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

((که چیرته په رښتیني توګه کار وکړي او وکولای شي په هغو ادارو چې اطلاعات په لاس کې لري فشار راولي څو معلومات له خبریالانو سره شریک کړي دا ډېر ښه کار دی.))

((د یاد کمیسیون له پرانیستل کیدو هرکلی کوو. خو باید د دغه کمیسیون غړي په دقت او صداقت کار وکړي. که چیرته خپل کارونه تطبیق کړي دا به د ډیموکراسۍ د بنسټیزه کیدو او د دولتي ادارو د کارونو د شفافیت د تامین لپاره ډېره اغیزمن تمام شي.))

اطلاعاتوته د لاس رسي د څارکمیسیون په داسې حال کې رامنځته کیږي چې افغان خبریالان له کلونو کلونو راهیسې اطلاعاتو ته سم لاس رسی نه لري او تل یې په دې اړه خپل شکایتونه کړي دي.

افغان حکومت تل ژمنه کړې چې اطلاعاتوته د لاس رسي په برخه کې همکاري کوي خو تراوسه نه ده معلومه چې څومره به وکولای شي د دغه کمیسیون له پرانیستل کیدو وروسته خپله دغه ژمنه پوره کړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG