د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

د پاکستان ځینو دیني عالمانو انتحاري حملې حرامې وبللې


د پاکستان ځینو دیني عالمانو پرون فتوا ورکړه چې انتحاري حملې حرامې دي.

د پاکستان یو شمېر دیني عالمانو د انتحاري حملو، وسله‌وال مخالفت او د زور په کارولو د اسلامي شریعت د تحمیل پر ضد فتوا ورکړې ده.

دوی چې د پاکستان له ګوټ ګوټ ټول شوي و د شنبې په ورځ‌یې په اسلام‌اباد کې په نړیوال اسلامي پوهنتون کې دا فتوا صادره کړې ده.

دغه دیني عالمان د پاکستان دیني مدرسو، عربي مدرسو، د پاکستان عالمانو شورا او د کراچۍ دارالعلوم په استازیتوب سره ټول شوي و.

د دوی تر منځ پېژندل شوي مفتیان مولانا رفیع عثمان، مفتي منیب‌الرحمن، مفتي نعیم، مولانا حمیدالحق او ځیني نور شامل و.

مفتي نعیم له نیوز ټي وي سره په خبرو کې داسې وویل:

"د ټولو مذهبي ډلو عالمانو په ګډه دا فتوا ورکړه چې انتحاري حملې حرامې دي، ټول دا غواړي هغه خلک چې زموږ په هېواد کې پرېشاني رامنځته کوي او په کورنیو جنجالونو سربېره نړیوال زیانونه هم رسوي هغه باید کمزوري شي، همداراز کوم خلک چې زموږ ځوانان د مذهب په نوم بې‌لارې کوي هغه باید لیرې کړای شي."

مفتي نعیم دا هم وویل چې جهاد او ترورېزم سره توپیر لري او د جهاد اعلان یوازې د یوه اسلامي دولت کار دی.

د ازادي راډیو د مشال څانکې راپور ورکړی چې د اسلام‌اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې شااوخوا یو ۳۱ دیني عالمانو فتوا لاسلیک کړه او دا ټینګار یې هم وکړ چې د پاکستان حکومت په خپله خاوره کې د ترورېستانو پر ضد عملیات جاري وساتي.

خو اصلي خبره دلته ده چې په پاکستان کې موجودې مخالفې ډلې به څومره د دیني عالمانو خبرو ته غوږ ونیسي.

په پاکستان کې په خپله د دیني مدارسو په اړه هم بېلابېل نظریات موجود دي.

د کرایسز ګروپ د یوه پخواني تحقیق پر بنسټ په پاکستان کې له نفوذ ډکه مذهبي سیاسي ګوندونه لا له دې ډېر لیرې دي چې خپله له تشدد ډکه جهادي نظریه پرېږدي.

د دغه تحقیق له مخې دا مذهبي سیاسي ډلې له ځایي او سیمه‌ییزو ترهګرو ډلو سره چې په‌کې فرقه‌یي مخالفان، پاکستاني او افغان طالبان او القاعده ډلې شاملې دي اړیکې لري.

د پاکستان اسلامي ګوندونه

د پاکستان پر ضد د امریکا د استخباراتي چارواکو تُندې څرګندونې

له څو کلونو راهیسې هغه ډلې چې نه‌یوازې د افغانستان د حکومت بلکې د نړیوالې ټولنې د خبرو پر اساس مرکزونه‌یې په پاکستان کې دي په سیمه کې نا امنیو ته زور ورکړی دی.

راپور:صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG