د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

نارټ ارکنساس: امریکا پوځ افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو هدفونه ټاکي


په لوېدیځو مطبوعاتو کې مو د افغانستان په اړه د دوو ورځپاڼو لیکنې غوره کړي.

دواړه د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د یوې سختې پرېکړې په باب دي.

ولسمشر ټرمپ د ډېرو مسئلو په اړه پرېکړې کړي خو افغانستان ته یې د نورو ځواکونو د لېږلو په هکله لا هم نهايي فیصله نه‎ده کړې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د ټرمپ حکومت افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو پر سر، سره وېشل شوی دی.

خو دا په داسې حال کې ده چې راتلونکې اوونۍ به چې ښاغلی ټرمپ په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې ګډون کوي، اکثره پوښتنې د افغانستان د جګړې په اړه وي.

نیویارک ټایمز وايي، پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت افغانستان ته تر ۵ زره پورې د نورو امریکايي ځواکونو د لېږلو غوښتنه لري او ځینو چارواکو توقع لرله چې ممکن ولسمشر ټرمپ د ناټو تر سرمشریزې وړاندې په دې اړه پرېکړه اعلان کړي څو د دې تړون نور غړي هم د خپلې ونډې په اړه پرېکړه وکړي.

ورځپاڼه د ځینو چارواکو په قول وايي، اوس داسې ښکاري چې ولسمشر ټرمپ پرېکړه ځنډولې ده.

د دوی په وینا ښاغلی ټرمپ غواړي چې لومړی د ناټو د نورو غړیو لېوالتیا ځان ته معلومه کړي.

امریکا اوس هم په افغانستان کې د میاشتې درې میلیارده او سل میلیون ډالره مصرف لري او ځینې امریکايي چارواکي وايي چې باید د دغه پېټي یوه برخه د ناټو نور غړي په ځان ومني.

سره له دې چې ټول امریکايي چارواکې افغانستان مهم بولي او په دغه هېواد کې بریالیتوب ته اهمیت ورکوي ورځپاڼه په عین حال کې لیکي چې د ولسمشر ټرمپ د جګپوړو امنیتي سلاکارانو په منځ کې افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو بر سر د نظر اختلاف شته.

نارټ ارکنساس ورځپاڼه بیا تر دې سرلیک لاندې چې د امریکا پوځ افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو هدفونه ټاکي، لیکې:

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په دې اړه پرېکړې ته نېژدې شوې چې ایا افغانستان ته زرګونه نور پوځیان ولېږي.

ورځپاڼه د پوځي چارواکو په قول لیکي چې د افغانستان په اړه په جوړ شوي پلان کې د ۱۷ زره نورو ځانګړو افغان ځواکونو د روزلو لپاره دغه هېواد ته د نورو خاصو امریکايي پوځیانو لېږل شامل دي.

نارټ ارکنساس ورځپاڼه لیکي:

چارواکي وايي چې لېږل کېدونکې پوځیان به په جګړه کې مستقیمه برخه نه اخلي؛ خو دوی باور لري چې د افغان دفاعي ځواکونو کلک ملاتړ به کوي او ممکن د افغانستان په جګړه کې اوسنی ولاړ حالت چې دوه کاله پخوا له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته رامنځته شو، پای ته ورسوي.

ورځپاڼه د ولسمشر غني وروستیو څرګندونو ته اشاره کوي چې نه نړیوال او نه افغانان لېوالتیا لري چې د پخوا په شان زیات شمېر بهرني پوځیان په افغانستان کې حضور ولري خو ټول په دې نظر دي چې باید داسې پلان جوړ شي چې طالبان تر فشار لاندې راوستل شي او خبرو ته غاړه کښېږدي.

نارټ ارکنساس ورځپاڼې په افغانستان کې د هومره پوځیانو په اړه چې د وضعیت له بدلولو سره مرسته کوي، د پلان جوړونې یادونه کړې او ویلي یې دي چې ولسمشر غني په خپله د ناټو له قوماندان جنرال نیکلسن سره د دې پلان پر کلیدي عناصرو کار کوي.

XS
SM
MD
LG