د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

د کندهار شاه ولي کوټ کې د ملي اردو ۱۰ سرتېري او ۱۲طالبان وژل شوي


د کندهار په شاولي ‎کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوې پوستې د وسله‎والو په حمله کې لس د ملي اردو سرتېري او ۱۲ وسله‎وال طالبان وژل شوي او د ملي اردو ۹ سرتېري ټپیان شوي دي.

کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو مطبوعاتي مسؤل تورن محمد صادق عیسی ازادي راډیو ته وويل چې تېره شپه وسله‎والو طالبانو د کندهار د شاولي ‎کوټ په ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر یوه پوسته برید کړي چې تر نن سهاره پورې دغه حملې دوام درلود.

د عیسي په وینا په دغه حمله کې د ملي اردو لس سرتېري وژل شوي او د امنیتي ځواکونو د مقاومت په پایله کې زیات شمېر وسله‎وال وژل شوي چې د شاوخوا ۱۲ وسله‎والو جسدونه په سیمه کې پاتې شوي دي.

دی وايي:

"د طالبانو دا حمله زموږ د سرتېرو د مقاومت سره مخامخ شوه چې پرمهال يې د مخالفینو ۱۲جسدونه د جګړې ډګر کې پاتې شوي متأسفانه چې دې حمله کې زموږ لس د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان دي."

دغه پېښه چې مسؤلیت یې د دولت وسله‎والو مخالفینو منلی د کندهار په شمال کې د ارغنداب او شاه‎ولي کوټ ولسوالیو ترمنځ د اڅکزیو او سوزنیانو سیمه کې رامنځته شوې.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې د وسله‎والو طالبانو د سرې قطعې ډله چې ځانګړي وسلې او د شپې دوربینونونه لري، تېره شپه يې هغه مهال چې د ملي اردو سرتېري په خوب وو، پر دغه پوسته حمله کړې او شاوخوا ۱۳ سرتېري يې ووژل.

د سرچینې په وینا د طالبانو د سرې قطعې دغه ډله له هلمند څخه کندهار ته د دغه حملې لپاره ورغلې وه.

طالبانو د دې حملې مسؤلیت منلی او د ملي اردو د ۳۵ سرتېرو د وژل کېدو اعا کوي.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG