د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

استانبول کې افغان قونسل: د ترکیې پېښه ټولنیزو رسنیو کې ناسمه خپره شوې


په ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو او ترکانو تر منځ د نښتو راپورونه خپرېږي، خو پر ټولنيزو رسنيو د دغو پېښو په نتيجه کې د وژل شويو او ټپيانو د شمېر په اړه بېلابېل راپورونه ورکول شوي دي.

له دوو ورځو راهيسې پر ټولنيزو رسنیو داسي وېډيوګانې خپرې شوي چې ادعا کوي په ترکيه کې د پناه غوښتونکو او ځايي خلکو تر منځ په استانبول کې نښتې رامنځته شوي چې په نتيجه کې يې یو شمېر کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

په استانبول کې د افغانستان قونسل عبدالملک قريشي د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې دا پېښه په ټولنيزو رسنیو کې په ناسمه توګه خپره شوې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"قضيه داسې ده چې د يکشنبې په ماښام يوولس بجې د ځوانانو یوه ډله چې په‌کې افغانان، پاکستانيان او سوريان شامل وو، د نشې په حال کې راځي او هلته ښځې ځوروي، په دې حال کې ځايي خلک په ځانګړې توګه ځوانان له ښځو سره د مرستې په هدف راځي خو دغه ډله کسان له ځانه دفاع کوي او په دې حال کې له بده مرغه نښته پيلېږي، په نتيجه کې يو کرد ترکی وژل شوی خو پوليس راغلي او ښکېل کسان‌يې نيولي دي."

ښاغلي قريشي زیاته کړه چې په دې اړه تحقیقات اوس هم روان دي.

دی وايي چې د ترکيې ځايي چارواکو ورته ويلي چې په ټپي شويو کې يو کس افغان دی چې له درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوی دی.

دی زياتوي چې په دغې سیمه کې چې سلطان غازي نومېږي، ډېری بهرنيان لکه پاکستانيان، افغانان او سوريان اوسي چې ځيني يې قانوني اسناد نه‌لري.

په ترکيه کې د افغانستان له سفارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې له دغې قضيې سره په تړاو تر اوسه ۳۰۰ سوريان او ۲۰۰ پاکستانيان نيول شوي دي او همداراز ۳۰ کسه افغانان چې قانوني اسناد يې نه‌درلودل د پوليسو له‌خوا نيول شوي دي.

پر ټولنيزو رسنیو په خپرو شويو وېډيوګانو کې یو شمېر افغانان ښکاري چې په یوه خونه کې ناست دي او ادعا کوي چې له بېري دباندې نه‌شي وتلی ځکه ترکان ورباندې حمله کوي.

پر فېسبوک په خپرو شويو وېډيوګانو کې يو کس چې له پنځو شپږو نورو کسانو سره په يوه خونه کې ناست دی، وايي په ترکيه کې دی او داسې ادعا کوي:

"زموږ د کور دروازې بندې دي، موږ د دوکانونو دروازې هم تړلي دي او په کور کې دننه يو، له موږ سره سخت ظلم روان دی، که موږ دباندې ګېر کړي، موږ په چړو باندې وهي، د پرون راهيسي يې اووه اته نفره په چړو وهلي دي."

ترکۍ ورځپاڼې حريت ډېلي نيوز د دوشنبې په ورځ راپور خپور کړی چې وایي، د استانبول په فاتح ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ یوه ډله کسانو پر یوه افغان پناه غوښتونکي هغه مهال حمله وکړه چې د يوه ورځ مخکې وژل شوي کس په جنازه کې يې ګډون کاوه.

راپور زیاتوي چې وضعيت ځکه کړکېچن شو چې د يکشنبې په ورځ د رمضان شاهين په نوم یو ۲۴ کلن ځايي کس د ځايي خلکو او پناه غوښتونکو تر منځ په نښته کې ټپي او وروسته په روغتون کې مړ شو.

پولیس ساحې ته ورسېدل او د خلکو د تيت کولو هڅې يې وکړې.

راپور زیاتوي چې د جنازې په ورځ یوه ډله کسانو پر یوه افغان حمله وکړه چې اقشمس‌الدين جومات ته نېږدې په کوڅه کې روان وو او ټپي شو.

په ترکيه کې مېشتې خپلواکې خبريالې او د ترياقو ناوي ‌‌په نوم کتاب لیکوالې فريبا نوا له ازادي راډيو سره د چهارشنبې په ورځ په خبرو کې وويل چې په ترکيه کې اوسېدونکي ډېری افغانان غير قانوني دي او غواړي اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي خو اوس په ترکيه کې بند پاتې دي.

دا وايي دغه افغانان په ترکيه کې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ دي.

د دې په وينا افغانانو ته د ترکانو په پرتله کم مزد ورکول کېږي، په ډېری مواردو کې په یوه خونه کې تر پنځلسو کسانو پورې ژوند کوي او د اوبو په شمول د ژوند اسانتیاوې نه‌لري.

مېرمن نوا وايي، افغانان په دغه هېواد کې ټولنه نه‌لري چې له يو بل سره مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"په ترکيه کې د افغانانو ټولنه نه‌شته، دوی د يو بل لپاره څه نه‌شي کولای ځکه توان‌يې نه‌لري، هغه افغانان چې پیسې لري، تر يوه بريده مرسته کوي خو ډېری کسان دلته غير قانوني دي او څوک ورسره مرسته نه‌شي کولای، د پناه غوښتنه‌يې نه‌ده کړې او له ملګرو ملتونو سره‌يې ځانونه نه‌دي ثبت کړي."

دا وايي پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې هغه وېډيو چې یو کس ښکاروي بل په چاړه وژني، د راپورونو له مخې احتمالاً کرد ترکی وو او ويل کېږي قضيه د غلا وه.

خو د وژل شوي ترکي خپلوانو حريت ورځپاڼې ته ویلي چې دی ځکه ووژل شو چې د يوې ښځې د ژغورلو هڅه‌يې کوله.

XS
SM
MD
LG