د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

د یوه ماشوم په ګډون د داعش ۱۲ کسیز ګروپ د سولې پروسې سره یوځای شو


په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله‎والو یو ۱۲ کسیز ګروپ چې مشري يې تعویذ خان کوله د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته له خپلو وسلو سره یوځای د سولې پروسې سره يوځای شول.

په دې یوځای شوې ډله کې یو تن ماشوم چې په خبره‌يې ۱۲ کلن دی هم شامل دی.

دی وايي، داعش وسله‎والو سره د ده په عمر نور تنکي هلکان هم شته چې د داعش په ډله کې جنګېږي او هغوی ورته د وسلو د استعمال طریقې هم ښودلي:

"نوم مې لعل محمد دی، د اچین ولسوالۍ یم، داعش سره وم، هغوی سره مې په پوستو جنګونه کول په پيکا او کلاشینکوفونو باندې داعش راته دا چل وښوده او اوس راغلم د سولې پروسې سره یوځای شوم زه به دولس کلن یم."

د دې ګروپ مشر تعویذ خان خاکسار وايي، دوی د لومړیو وختونو نه د داعش وسله‎والو سره یوځای شوي وو او په خبره‌يې کله چې پوه شو چې دا د پاکستان پروژه ده، دوی سولې ته غاړه کېښوده.

نوموړی وايي، په روانو عملياتو کې اوس د داعش ډلې ملا ماته شوې او نور د ختمېدو په حال کې دي.

دی زیاتوي:

"څومره مشران چې د داعش دي هغه له‎منځه تللي دي او کشران‌يې پاتې دي او څومره چې افغانان ورسره دي د هغوی هم همدا لاره ورته پاتې ده اوس چې موږ ولیدل د داعش ملا ورماته شوې ده."

د سولې پروسې سره د یادو کسانو د یوځای کېدو پر مهال د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼي وويل، دغو داعشيانو خپلې درنې او سپکې وسلې هم حکومت ته وسپارلې.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی

نوموړی وايي:

"د تعویذ خان په نوم ۱۲ کسیز ګروپ د خپلو درنو او سپکو وسلو سره یوځای زموږ د ملي امنیت کارکوونکو د هلوځلو په پایله کې د سولې پروسې سره یوځای شول دوی په خپلو تېرو کړنو پښېماني ښودلې."

د دې یوځای شوې ډلې د معلوماتو له مخې اوس‎مهال د داعش وسله‎والو د رهبرۍ کسان له‎منځه تللي او په نېږدې وخت کې به هغه نور افغانان چې داعش ډله کې جنګېږي د دوی په څېر د سولې لار غوره کړي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG