د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

دفاع وزارت وايي د اداري فساد پرضد جدي ګامونه اخيستل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، په دغه وزارت کې د فساد د ورک کولو لپاره ژمنه شته او په وړاندې‎یې ګامونه هم پورته شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د فساد په وړاندې د مبارزې په لاره کې په وروستیو شپږو میاشتو کې اقدامات شوي چې په برېښنايي سیسټم کې د دغه وزارت د ټولو منسوبینو د پېژندګلوۍ ثبتول، د ۲۲۴۹ منسوبینو د ۱۴۱۸ جزايي دوسیو د څېړلو پيل او په تدارکاتي او اکمالاتي برخو کې د ۱۶۶۵ منسوبینو تبدیلول په‎کې شامل دي.

د دغه وزارت د تخنیک او لوژستیک مرستیال غلام‎ سخي احمدزي د دوشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، دفاع وزارت د فساد ورک کولو ته ژمن دی او په دې لاره کې جدي مبارزه هم روانه ده.

ښاغلي احمدزي وویل:

"بشپړه ژمنه شته، کومې خبرې چې کوو، د خدای، هېواد او دندې شعار ته ژمن یو چې د ملي اردو له لیکو د فساد جرړې وباسو، لویه لاره په مخکې لرو، خو مهمه دا ده چې د وزارت مشرتابه د فساد د مخنیوي لپاره دوامدارې مبارزې ته ژمن دی او ان‎شاءالله هېڅ ډول جوړ جاړی به په‎کې نه‌وي."

ښاغلي احمدزي وویل، دفاع وزارت په دې پوهېدلی چې که د فساد په وړاندې مبارزه ونه‌شي، د مرسته‎کوونکو هېوادونو د تجهیزاتو او مالي مرستې به له لاسه ووځي.

نوموړي د ملي اردو په لیکو کې د خیالي سرتېرو او افسرانو په اړه وویل، د دې اندېښنې د ورک کولو لپاره په ټول وزارت کې، د برېښنايي سېستم په ذریعه د منسوبینو د کره پېژندګلوۍ چارې روانې دي چې د روان کال تر پایه پورې به د یاد وزارت ۳۵ زره منسوبین په دغه سیستم کې شامل شي.

د دفاع وزارت د تخنیک او لوژستیک مرستیال دا هم وویل چې د دغه وزارت د ۱۹۰ لوړپوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت فورمې ‎یې، د لا څېړلو لپاره له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې ته سپارلي او دغه‎شان ورته فورمې د وزارت ۱۰۰۰ ټیټ رتبه منسوبینو ته هم ورکړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د فساد په وړاندې د مبارزې په درېیم کنفرانس کې ویلي چې په دولتي ادارو کې د فساد شتون یوه جدي ستونزه ده.

په ورته وخت کې د پوځي چارو پوهان وايي، تر هغې چې په هېواد کې قانون حاکم نه‌شي، د فساد په‎ وړاندې مبارزه به ګرانه وي.

افغان ملي اردو
افغان ملي اردو

له دغو کارپوهانو پخوانی جنرال زلمی وردګ ازادي راډیو ته وایي:

"کومې خبرې چې دوی ‎یې کوي، د اصولو له مخې باید عملي شي، خو د دې خبرو عملي کېدل به په افغانستان کې اسانه کار نه‌وي، دوی د شتمنیو فورمې ثبتې کړي، خو اصلي مدرک‎یې نه‌شته، د افغانستان خلک غواړي چې عدالت تأمین شي او فساد له‌منځه ولاړ شي، د پلي کېدو غوره لار‎ يې د قانون حاکمیت دی."

بل‎خوا نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې مرستې په دې هېواد کې د فساد په ورک کولو پورې تړلې دي او دا هغه څه دي چې د ملي یووالي حکومت‎یې عملي کول په لومړیتوبونو کې شمېري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG