د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

سنګري: ارزګان کې۱۰۰۰میله سپکې او درنې وسلې ورکي شوي


د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د مخکني امنیه قوماندانو د دندې پرمهال زره میله سپکې او درنې وسلې نادرکه شوي دي.

د دغه ولایت اوسني امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې اړه هېڅ ډول اسناد هم وجود نه لري چې دغه وسلې ولې ورکي شوي او چا وړي دي.

نوموړی وايي، دغه وسلې د مخکنيو امنیه قومانوندانو د دندې پرمهال ورکې شوي چې یو شمېر هغوی ورسره وړي دي.

ښاغلي سنګري دا ونه ویل چې دغه وسلې د کوم امنیه قوماندان په وخت کې ورکي شوي دي.

غلام فاروق سنګري.
غلام فاروق سنګري.

نوموړي زیاته کړه:

"زه چې کله ارزګان ته راغلم سلاح وي کموې او ورسته مي د کورنیوچارو د وزارت د یوه پلاوي په همکاري پلټنې پیل کړې چې د دغه پلټنو په پیله کې موږ دامعلومه کړه چې درې زره میله سپکې او درنې وسلې نادرکه دي چې موږ وتوانېدو۲۰۰۰میله سلاح پيداکړو خو۱۰۰۰زره میله لاهم ورکه ده."

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت یوه مخکني امنیه قوماندان غلام سخي روغ ليوني د سنګري دا ادعا ردکړه چې ګواکې پخوانیو امنیه قوماندانو د دندې پرمهال وسلې یا ورکي کړي او یا هم له ځان سره یې وړي دي.

نوموړی وايي، دغه وسلې په جنګ کې تخریب شوي او یاهم د دوښمن لاسته لوېدلي دي خو وايي، راپور یې مرکزي ادارې ته نه دی ورکول شوی.

غلام سخي روغ لېونی.
غلام سخي روغ لېونی.

روغ لېونی وايي:

"زه چې کله په ارزګان ولایت کې قوماندان وم هم دغه وسلې ورکې وي ماچې پلټنې وکړې، هغه په جنګ کې تخریب شوي وې او مرکزي ادارې ته راپورنه دی ورکول شوی."

د اپه داسې حال کې ده چې ارزګان ولایت ته په تېر یو کال کې څه باندې ۷امنیه قوماندان ور اغلي او بېرته تبدیدل شوي.

تر دامهاله پاتې نورو پخوانیو امنیه قوماندانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې ټولو سره سره د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش په دې اړه ناخبري ښیي او وايي چې دوی ته د وسلې ورکېدل د منلو وړنه دي خو وايي دوی په دې اړه پلټنې کوي.

نجیب دانش.
نجیب دانش.

ښاغلی دانش وايي:

"موږ چې کله کوم ولایت ته وسلې مهمات استوو هغه لمړی په قوماندان پسي ثبت وو او هغه چې بیا کوم پولیس ته ورسپاري په هغه پسې ثبت وي، دا موږ ته د منلو وړ نه ده چې وسلې ورکي شي."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د دغه ولایت والي محمد ندیر خروټي له ازادي راډيو سره په یوه ځانکړې مرکه کې ویلي و چې د دغه ولایت پولیس د پوځي تجهیزاتو له کمي سره مخ دي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG