د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

د کونړ اوسېدونکي وايي سړکونه‌یې د له‌منځه تلو په حال کې دي


د کونړ اوسېدونکي وايي، تېرو کلونو کې چې نړیوالو ځواکونو کوم سړکونه رغولي وو، اوس‌يې ډېری بېرته ویجاړ شوي او یا هم د ویجاړېدو په حال کې دي.

د ډاټسن موټر یوه چلوونکي اصلاح‎الدین ازادي راډیو ته وویل، کله چې سړکونه قیر شول، خلک ډېر خوشحاله وو او دوی په لږ وخت کې له اسعداباده ننګلام او له ننګلامه اسعداباد ته رسېدل، خو د سړک بیا خرابېدو سره‌يې ستونزې زیاتې شوي دي.

نوموړي وویل:

"مخکې سړکونه ډېر ښه وو، موږ به په یوه ساعت کې ننګلام ته رسېدو، خو اوس د بارانونو او سېلابونو له امله سړکونه بېرته خراب شوي دي، اوس ډېر وخت او ډېرو مشکلاتو سره ننګلام ته رسېږو، سړکونه ځای پر ځای خراب دي، موټرو کې مو عوارض پیدا کېږي."

د کونړ د نورو ولسوالیو اوسېدونکي هم ورته شکایت لري او وايي چې د سړکونو رغولو وخت کې د سړک جوړولو د شرکتونو مالکانو په خپل زړه کار کړی او هر څه‌یې چې کړي نړیوالو ځواکونو او افغان چارواکو ورته څه نه‌دي ویلي، نو ځکه د لږ وخت په تېرېدو بېرته ویجاړېږي.

په کونړ کې د ټولګټو چارو رئیس انجنیر محمد رحیم هم مني چې سړکونه کمزوري جوړ شوي، دوی هم وخت نا وخت د سړک جوړوونکو شرکتونو د کارونو څارنه کوله، خو نړیوالو ځواکونو او د یادو شرکتونو خاوندانو به ورته د نظارت حق نه‌ورکاوه.

دی وايي، کونړ کې ۲۷۳ کېلو متره سړک قیر شوی و چې اوس‌یې یو څه ویجاړ شوی، خو دوی د سرکونو د ساتنې او رغونې لپاره د ټولو سړکونو د بیارغولو منظوري له مرکزي حکومت څخه اخیستې ده.

ښاغلي محمد رحیم زیاته کړه:

"کوم سړکونه چې مخکې د «پي. ار. ټي» په مالي لګښت جوړ شوي دي، موږ د دې لپاره همیشه هلې ځلې کړي چې بیا یې ورغوو او بودجه‌يی ترلاسه کړو، خو تر اوسه کومه بودجه نه‌ده راکړل شوې، تېر کال موږ هم پلان جوړ کړی و چې دغه سړکونه ورغوو او سږ کال مو هم پلان جوړ کړی، همدارنګه اکثره سړکونه په ملي بودجه کې شامل کړای شوي دي او موږ سترګې په لار یو چې له مرکزه بودجه راکړل شي او موږ پرې کارونه پیل کړو."

کونړ هغه ولایت دی چې د نړیوالو ځواکونو له‌خوا یې له جلال‌اباد نه تر اسماره، له اسعداباد نه تر ننګلامه، له زیړي بابا نه تر مرورې او یو شمېر نور سړکونه رغول شوي وو، خو اوس بېرته څه ویجاړ شوي او څه هم له ورته برخلیک سره مخ دي، که ویجاړ شوي سړکونه بېرته ونه‌رغول شي او د نورو سړکونو د ویجاړېدو مخه ونه‌نیول شي، نو ټول به له‌منځه لاړ شي او د خلکو ستونزې به ورسره نورې هم زیاتې شي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG