د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

فارن افیرز: ټرمپ باید افغانستان کې د امریکا رول واضح کړي


یو شمېر لوېدیځو رسنیو په کابل کې د وروستۍ انتحاري حملې، د افغانستان د امنیتي وضعیت او په دغه هېواد کې د طالبانو او داعش په نوم وسله والې ډلې د بریدونو د زیاتېدو په اړه مقالې او تبصرې لیکلي دي.

نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې لیکلي چې «په کابل کې د امریکایي ځواکونو پر کاروان انتحاري برید اته افغانان ووژل.»

نیویارک ټایمز د دې مقالې په یوه برخه کې لیکي، هغه څه چې تاوتریخوالی لا پېچلی او مغلق کوي، هغه وېره ده چې افغان او لوېدیځ امنیتي چارواکي یې د طالبانو او اسلامي دولت ډلې د نېږدې کېدو د احتمال په اړه لري.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د کابل په وروستۍ انتحاري حمله کې د چارواکو له قوله لیکي چې د ښارونو په مرکزي برخو کې بریدونه په ځانګړي ډول د حقاني شبکې کار بلل کېږي چې دا شبکه د طالبانو د رهبرۍ شورا یوه برخه بلل شوې او له پاکستان څخه فعالیت کوي.

فارن افیرز:

د امریکا چاپ فارن افیرز نشریه هم د افغانستان امنیتي وضعیت ته په اشارې یوه مقاله لیکلې چې نوم یې دی«په افغانستان کې له طوفان سره لاس او ګرېوان، ډونالد ټرمپ باید په دغه هېواد کې د امریکا متحده ایالاتو رول واضح کړي».

لیکوال زیاتوي، یوه لوی بم په افغانستان کې وضعیت بدل نه کړ، دغه راز پر افغان سرتېرو د لمانځه پر مهال د طالبانو لوی برید جګړه بدله نه کړه، په دغه برید کې د چارواکو په خبره د قربانیانو لپاره تابوتونه کافي نه و.

د فارن افیرز نشریې په لیکنه، دغه دواړې پېښي په ګډه تر ډېره هغه جګړه څرګندوي چې امریکایي سیاستوالو یې په اړه تجاهل کړی او د خلکو له پامه لېري پاته شوې ده.

فارن افیرز نشریه لیکي، اوس باید د هغو امریکایي ځواکونو لپاره چې په افغانستان کې جنګېږي هم د امریکا خلکو ته چې د دې جګړې تمویل کوونکي دي او هم افغان ځواکونو ته چې د خپل هېواد دفاع لپاره کار کوي، د دې جګړې بېړنۍلنډ مهالي او اوږدمهاله پوښتني ځواب شي.

یو شمېر نورو لوېدیځو ورځپاڼو د یوې ښځينه پوځي فوتو ژورنالستې هیلدا کلایتوند وروستیو عکسونو په اړه لیکنې کړي چې په دې وروستیو کې په میلیټري ریویو Military Review مجلې کې خپاره شوي دي.

په دې عکس کې هیلدا کلایتون د هغو شېبو انځورونه تصویر کړي چې پخپله پکېپه افغانستان کې د هاوان مرمۍ د چاودنې په نتیجه کې ووژل شوه.

دا عکس شااوخوا څلور کاله وړاندې هیلدا اخستی وو، خو اوس اوس چاپ شوی دی.

د میلیټري ریویو Military Reviewمجلې لیکلي، د هیلدا کلایتون وژل کېدل په سمبولیک ډول ښیې چې څنګه ښځې د خپلو نارینه هم کتارانو ترڅنګ په پوځي روزنو او رزمي شرایطو کې له خطرناکه حالاتو سره مخامخ کېږي.

XS
SM
MD
LG