د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

سرچینه: د پاکستان د استخباراتو رئیس نويد مختار کابل ته رارسېدلی


یوه دولتي سرچینه وايي چې د پاکستان د استخباراتو یا د «ای.اېس. ای» رئیس نويد مختار نن کابل ته رارسېدلی دی.

یوې دولتي سرچینې چې نه‌يې غوښتل نوم‌يې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی مختار به د افغانستان د ملي امنیت له مشاور، افغان ولسمشر، د ملي امنیت له رئیس او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

دا سرچینه وايي چې امنیتي مسایل او په ځانګړي ډول له ترورېزم سره د مبارزې څرنګوالی د افغان چارواکو او د پاکستان د استخباراتو د رئیس د خبرو اصلي ټکي دي.

له دې وړاندې د شنبې په ورځ د پاکستان د پارلمان یو پلاوی کابل ته راغی او د افغان ولسمشر په ګډون‌يې له یو شمېر افغان چارواکو سره وکتل.

د دې پلاوي مشر ایاز صادق له کابله اسلام‌اباد ته په رسېدو خبریالانو ته وویل چې ډېر ژر به د پاکستان د استخباراتو رئیس د کابل او اسلام‌اباد تر منځ د اړیکو د رغولو په هدف کابل ته راشي.

XS
SM
MD
LG