د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

دفاع وزارت د خاورې د کنټرول برخه کې د سیګار پر فیصدیو باور نه‌لري


د افغانستان د امنیتي وضعیت او د دولت او طالبانو د کنټرول لاندې سیمو په اړه د سیګار د تازه راپور د خپرېدو په عکس‌العمل کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغانستان د خاورې د کنټرول برخه کې پر وړاندې شویو فیصدیو باور نه‎لري.

د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش په تازه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت د ټول هېواد په ۶۰ فیصده خاوره کنټرول لري.

کانګرس ته د سیګار په درې میاشتني راپور کې ویل شوي چې په وروستیو درېيو میاشتو کې هم د افغانستان حکومت او هم طالبانو پر ولسوالیو لږ څه کنټرول زیات کړی خو په امنیتي وضعیت کې د پام وړ بدلون نه‎دی راغلی.

سیګار وايي، وسله‎وال طالبان د افغانستان ۱۱ ولسوالۍ په کنټرول کې لري او پر ۲۴ نورو اغېز لري خو د افغانستان حکومت ۹۷ ولسوالۍ په کامل ډول په لاس کې لري او پر ۱۴۶ نورو اغېز لري.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، طالبان ۹ ولسوالۍ په کنټرول کې لري خو دې برخه کې پر وړاندې کېدونکو فیصدیو باور نه‎لري.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش په راپور کې د افغانستان په سلو کې ۲۹ ولسوالۍ لانجمنې یا متنازغ بلل شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د ۳ میاشتې پخوا په پرتله پر ولسوالیو د طالبانو په کنټرول کې یو فیصد او د افغانستان د حکومت دوه نیم فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د سیګار اشاره هغو سیمو ته ده چې پخوا لانجمنې وې.

دا اداره وايي چې دا ارزونه‌یې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو او د قاطع ملاتړ مأموریت د معلوماتو پر اساس کړې ده.

د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې له افغانستانه د ناټو د محاربو پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان حکومت له یو شمېر ډېرو لیرې او کم نفوسو سیمو خپل ځواکونه وایستل څو ګڼ مېشتې او ستراتیژیکې سیمې وساتي خو طالبانو له دغو سیمو د څنګلورو ولسوالیو او ان د ولایتونو پر مرکزونو د بریدونو لپاره کار واخیست.

تېر کال طالبانو د ۶ ولایتونو مرکزونه تهدید کړل.

XS
SM
MD
LG