د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

لویه څارنوالۍ: خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۲ عاملین په اعدام محکوم شول


که څه هم د ځینو معتبرو نړیوالو بنسټونو د ارزونو له مخې افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره خطرناک ځای دی، خو د افغانستان لویه څارنوالي ادعا کوي چې د خبریالانو پر وړاندې یې د تاوترخوالي د مخنیوي برخه کې جدي اقدامات کړي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د دوشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د لویې څارنوالۍ له څېړنو وروسته د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او قتل یو شمېر عاملین اشد مجازات او په اوږد مهالي او لنډ مهالي بندونو محکوم شوي دي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې همدا شان وویل چې لویې څارنوالۍ د خبریالانو پر وړاندې د ۶۷۹ ثبت شویو قضیو یو شمېر ته رسېدنه کړې او ډېر ژر به د نورو برخلیک هم معلوم شي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

ښاغلي رسولي وویل:

"د ملي راډیو ټلوېزیون د یوه خبریال د قتل د قضیې په اړه د کشفي او امنیتي بنسټونو د هڅو په نتیجه کې څلور تنه ونیول شول چې یو تن‌یې په اشد مجازات یا اعدام محکوم شو، دوه تنه په شل شل کاله بند او یو بل‌یې په ۱۲ کاله بند محکوم شو، په شمال کې د بیان راډیو د خبریال د قتل په اړه هم یو تن په اعدام محکوم شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو بازار په نوم د ژورنالېستانو له حقونو څخه د دفاع یوې ټولنې په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له خبریالانو سره تر ټولو زیات تاوتریخوالی د حکومتي چارواکو له لوري شوی او تر ډېره دغو قضیو ته لاسرسی هم نه‌دی شوی.

د لویې څارنوالۍ ویاند تر یوه بریده دا ستونزه مني چې ښايي په تېر کې به د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته سمه رسېدنه نه‌وي شوي، خو ژمنه کوي چې له دې وروسته به په دې اړه جدي اقدامات کېږي.

یو شمېر افغان خبریالان بیا وايي چې حکومت تر دې دمه د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د عملي اقداماتو پر ځای تر ډېره په شعارونو خبریالان تېر ایستي دي.

افغان خبریاله فېرزوه عزیري وایي:

"کوم خبریالان چې وژل شوي او یا هم ورسره تاوتریخوالی شوی، بېخي د خلکو له یاده وتلي، ځکه چې د هغوی قضیو ته رسېدنه نه‌ده شوې او نه‌هم حکومتي چارواکو ورته څه کړي دي."

یو بل خبریال نوید بارکزی وايي چې افغان حکومت تل د بیان ازادي له خپلو مهمو لاسته راوړنو بولي، خو د دغې لاسته راوړنې د خوندیتوب لپاره‌یې نه‌یوازې دا چې اقدامات نه‌دي کړي، بلکې په ځینو مواردو کې په‌خپله حکومتي چارواکو د بیان ازادي له ننګونو سره مخ کړې ده.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG