د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

مسعود: افغانستان کې نړیواله ټولنه د پخواني شوروي تیروتنه تکراروي


د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو برخه کې د ولسمشر پخوانی ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود وايي؛ نړیواله ټولنه افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد تیروتنه تکراروي او په وینا يې د افغانانو د حقونو او بنیادي کارونو پر ځای له ځانګړو ډلو او اشخاصو څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي مسعود چې د جمعې په ورځ يې د ثور اتمه یا د مجاهدینو د بریا ۲۵ مې کلیزې په ویاړ په یوه غونډه کې خبرې کولې؛ نړیواله ټولنه تورنه کړه چې د افغانستان اوسنۍ رهبري يې په انتصابي ډول په افغانانو حاکمه کړې ده.

د هغه په خبره نړیواله ټولنه هڅه کوي چې هغه اشخاص او ډلې واک ته ورسوي چې د دوی له‎خوا روزل شوي دي.

نوموړی وايي:

"نړیواله ټولنه هم د پخواني شوروي اتحاد په شان د افغانستان په کورنیو او بهرنیو مسایلو کې په لاس وهنه اخته کېږي، د دې ترڅنګ دا هېوادونه ځینې ډلې او اشخاص چې د دوی له‎خوا روزل شوي او د افغانانو سره هېڅ ډول همدردي او هم فکري نه‎لري واک ته د رسولو هڅه کوي."

د هغه خبره افغانان د ولسمشرۍ د انتخاباتو له پایلو خوښ نه وو ځکه په خبره يې هېڅکله رأيې ونه شمېرل شوې او د ملي یووالي حکومت د جان کېري په ملاتړ جوړ شو .

نوموړي دا هم وویل، افغانان هیله لري چې خپل برخلیک په خپله وټاکي او د امریکا متحده ایالتونو ته پکار ده چې د افغانانو له حقونو دفاع وکړي.

احمد ضیا مسعود دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ملي یووالي د حکومت له رامنځ ته کېدو راهیسې نوموړي په همدې حکومت کې دنده درلوده او د دولت له هر ډول کړنو څخه يې ملاتړ کاوه.

دا په داسې حال کې ده چې د روان ۱۳۹۶ لمریز کال د حمل په ۲۸مه نېټه ښاغلی مسعود د ولسمشر محمد اشرف غني د یو فرمان په اساس له دندې لېرې کړای شو.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال ازادي راډیو ته ویلي وو چې ښاغلی مسعود په خپلو کارونو کې د پاتې راتلو له امله د ولسمشر له‎خوا ګوښه شوی دی.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال

له ډ‌ېرو هڅو وروسته وروسته هم ونه توانېدو چې په دې اړه په کابل کې د امریکا سفارت نظر ولرو، خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې ډیموکراسۍ اصل او د افغانستان اساسي قانون ته په کتو هرڅوک حق لري چې نیوکه وکړي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، ښاغلي مسعود دغه ډول څرګندونې د سیاسي امتیاز اخېستو لپاره کوي.

د سیاسي چارو کارپوه غفور احمد جاوید په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"اساسي مسئله دا ده چې بدبختانه په دې ۱۵-۱۶ کلونو کې یو بد کلتور رامنځ ته شو چې څوک په نظام کې وي دغه ډول څرګندونې نه کوي نظام له ستونزو سره مخ دی یا دلته اداري فساد دی یا دلته ناامني او یا هم دلته ریفورم نه رامنځته کېږي، خو کله چې دوی له واکه لېرې کېږي یوازې د سیاسي امتیاز اخېستنې لپاره دغه ډول څرګندونې کوي."

ښاغلی جاوید وايي، ډېرکله د حکومتونو هغه غړي چې په خپلو دندو کې د پاتې راتلو او یا نورو ستونزو له امله له دندو ګوښه کېږي چې په خبره يې بیا په حکومتونو او مشرانو پسې خولې خلاصوي او هغوی په بېلابېلو نیمګړتیاوو تورنوي.

دا له ولسي وګړو غواړي چې سیاسي سوداګرو د شخصي ګټو ښکار نه شي او د ملي یووالي لپاره کار وکړي.

راپور : اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG