د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د لغمان والي د ولسمشر د استازي په توګه حکمتیار ته هرکلی ووایه


د لغمان والي عبد الجبار نعیمي د حزب‎اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره وکتل او د ولسمشر د استازي په توګه يې نوموړي ته هرکلی ووایه.

له افغان دولت سره د سولې د موافقې له لاسلیک کولو وروسته دا لومړی رسمي کتنه ده چې ګلبدین حکمتیار يې له یوه افغان چارواکي سره کوي.

د لغمان د والي له دفتره خپره شوې اعلامیه وايي چې ښاغلي نعیمي او ګلبدین حکمتیار د افغانستان پر مهمو مسئلو خبرې وکړې او هیله يې څرګنده کړه چې له افغان حکومت سره د حزب‎اسلامي د مشر د سولې موافقه به د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو پیلامه وي.

د لغمان والي د دولت پر وسله‎والو مخالفینو غږ کړی چې د سولې لپاره د حزب‎اسلامي لاره تعقیب کړي.

د لغمان د والي دفتر ویلي د حزب‎اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په دې کتنه کې له دولت سره د هر اړخېزې همکارۍ ډاډ ورکړ .

د لغمان چارواکو تردې مخکې ویلي چې ګلبدین حکمتیار به د جمعې په ورځ په یوې غونډه کې څرګند شي خو دا غونډه شنبه ته وځنډول شوه.

XS
SM
MD
LG