د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

سولې ته د طالبانو رابللو برخه کې د کندهار امنیه قوماندان نوښت


د کندهار د سولې شورا چارواکي وايي دوی هڅې پیل کړي چې طالب مشران د سولې پروسې ته راوبولي او له هغوی سره یې په دې اړه ځینې اړیکې هم نیولي دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق! هغه څېره چې پخوا به د طالب ضد ذهنیتونو په لومړي کتار کې راتله اوس د سولې لپاره زړه ښه کړی دی.

د ده په نوښت له پروسږکال راهیسې پر طالبانو د پاکستان د نفوذ د کمولو لپاره د پیل شوې پروسې په نتیجه کې ځینو طالبانو خپل کورونه له پاکستان څخه کندهار ته انتقال کړي دي.

دا خبره فرانس پرېس خبري اژانس له ځینو هغو طالبانو سره چې کندهار ته تللي دي د مرکو په اساس کړې ده.

د کندهار د سولې شورا چارواکي بیا له طالبانو سره اړیکې نه ردوي خو وايي تر اوسه کوم طالب خپل کور له پاکستانه کندهار ته نه دی ور وړی.

د کندهار د سولې شورا رئیس عطامحمداحمدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د ده په مشرۍ د سولې شورا ځینو غړیو له طالبانو سره اړیکې نیولي او هیله ده ځینې یې د سولې په پروسې ورګډ شي.

د کندهار د سولې شورا رئیس عطامحمداحمدي:

"د شورا غړیو دا هڅې خامخا جاري ساتلې او اوس یې هم کوي، څوک تر اوسه پورې نه دي راغلي، مذاکرات شروع دي او هیله ده چې په راتلونکې کې دا هدف تر لاسه کړو، تر اوسه پورې دوی طالبان دې ته منتظر دي چې یو سیاسي حل پیدا شي او ابرومندانه راشي او له سولې سره یوځای شي، ځکه که دوی په یوازې ځان راځي دوی هم وېرېږي ځینې ستونزې احساسوي."

فرانس پرېس خبري اژانس د طالبانو د اقتصادي چارو د کمېسیون د یوه پخواني غړي ملا عبدالرووف سره مرکه کړې ده.

عبدالرووف ویلي چې د سلطان محمد په نوم د جنرال عبدالرازق یوه ارتباطي کس ورته ډاډ ورکړی و چې په خوندي ډول به یې کندهار ته رسوي او څوک به ورسره کار نه لري.

فرانس پرېس همداراز د معلم فدا، محمدالله خان او ډاکټر خلیل په نوم له درېیو نورو طالبانو سره خبرې کړي چې په کندهار کې ورته د اوسېدو ځای ورکړل شوی دی.

ډاکټر خلیل فرانس پرېس ته ویلي، له کله چې له چمن سرحدي لارې کندهار ته واوښت طالبانو یې د وژلو لپاره هڅې پیل کړې.

د کندهار د سولې شورا رئیس عطامحمد احمدي بیا وايي له دې چې د طالبانو په رهبري شورا کې ډېری کندهاریان شامل دي د ده په خبره دا پروسه نتیجه ورکوي.

د کندهار د سولې شورا رئیس عطامحمداحمدي وايي:

"له کندهار ولایت څخه یا له لوی کندهاره د طالبانو په رهبري شورا کې ډېر مهم کسان دي، دا به ډېره مثبته اغېزه وکړي، نو خدای دې وکړي چې دوی راشي او موږ په دې بریالي شو چې دوی د سولې له شورا سره یوځای شي ان شاءالله دا کار به ټول افغانستان کې ډېر مخته ولاړ شي."

د کندهار امنیه قوماندان پروسږکال ډسمبر میاشت کې پر طالبانو غږ وکړ چې سولې ته غاړه کېږدي او ده له حکومته وغوښتل چې د طالبانو راتلو ته امنیتي تدابیر هم ونیسي.

وموغوښتل د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق تازه دریځ هم وپوښتو خو له هغه سره د اړیکې نیولو هڅو نتیجه ورنه کړه.

د جنرال عبدالرازق هدف څه دی چې له جګړې لاس په سر کېدونکي طالبان کندهار ته راولي؟ او دا هڅې یې څومره اغېزمنې تمامېږي؟ دا پوښتنې د افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز یوه څېړونکي حکمت الله اعظمي ازادي راډیو ته داسې ځواب کړې:

"جنرال رازق غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې یو ډول جوړې کړي او د هغوی تر منځ خپل کسان ولري، دا کار نه یوازې د هغه امنیت تامینولی شي بلکې که احیاناً د ده اړیکې له دولت سره خرابېږي نو بیا دی دولت تر فشار لاندې راوړی شي چې له طالبانو سره ښې اړیکې لرم، خو د سولې په پروګرام کې د جنرال رازق هڅې په دې خاطر نتیجه نه شي ورکولای چې له ده سره د طالبانو مهمې څېرې نشته او بل دا چې حکومت ده ته د رسمیت نه دی ورکړی چې داسې کار وکړی."

فرانس پرېس خبري اژانس د جنرال رازق په نوښت د پيل شوې پروسې په نتیجه کې کندهار ته له پاکستان څخه د ځینو طالبانو د راتلو خبره په داسې حال کې خپروي چې همدې ډلې په دې وروستیو کې په بلخ کې د لسګونو افغان پوځيانو د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیست.

د افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو مرکز وايي، له طالبانو سره سوله هغه وخت امکان لري چې د افغان دولت په خوښه خپلواکي طالبان رامخته شي نه دا چې د پاکستان له ادرسه خبرې مخته یوسي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG