د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

د پاکستان پولي ته نېژدې ۱۰ ایراني سرحدي سرتېري وژل شوي


ایراني رسنۍ وایي، ترورېستانو د پاکستان پولي ته نېژدې د ایران لس سرحدي سرتېري وژلي دي او درې یې هم ټپیان کړي دي.

له پاکستان سره د ایران پر پوله ډېر کله د مخدر موادو قاچاقبر له سرحدي ځواکونو سره په نښته وي.

البته په دې سیمه کې سُني وسله‎وال هم د ایراني ځواکونو پرضد بریدونه کوي.

د ایران نیمه دولتي اژانس، فارس وویل چې وسله‎والو د چهارشنبې په ورځ له پاکستان سره سرحد ته نېژدې پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې.

فارس اژانس په دې برخه کې نور توضحیات نه دي ورکړي او دا یې هم نه‎دي ویلي چې د دې برید شاته د چا لاس دی.

د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکوي چې دا لس ساتونکي هغو سُني وسله‎والو وژلي دي چې د پاکستان له خاورې د ایران لور ته رااوښتي دي.

د همدې اژانس په وینا جېش‎العدل وسله‎والې ډلې د دې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د ایران د دولتي تلویزیون په ویب‎سایټ کې لیکلي دي چې دا نښته د سیستان بلوچستان ولایت په میرجاوې سیمه کې رامنځته شوې ده.

تېرکال په همدې سرحدي سیمه کې د ایران د امنیتي ځواکونو څلور تنه ووژل شول او په ۲۰۱۵ کال کې د ایران اته سرحدي ساتونکي له سُني یاغیانو سره د نښتې پر مهال وژل شوي وو، دوه کاله مخکې تر هغه د جېش العدل په نوم سُني وسله‎والو ۱۴ ایراني سرحدي ساتونکي وژلي وو.

ایراني رسنیو مخکې ویلي و چې جیش‎العدل جهادي ډله چې له القاعده سره اړیکې لري او په سیستان بلوچستان ولایت کې پر ایرانی سرحدي ځواکونو حملې کوي.

XS
SM
MD
LG