د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

شاه محمد: د ارزګان دهراوود ته د طالبانو لپاره روسي روزونکي راغلي


د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ امنیتي چارواکي ادعا کوي چې یادې ولسوالۍ ته د وسله والو طالبانو پوځي روزنې لپاره روسي او پاکستاني روزونکي راغلي دي.

د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان شاه محمد د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغې ولسوالۍ په سېکزې نومي سېمه کې اوس عملاً روسي استازي او یوشمېر پاکستاني روزونکي وسله والو طالبانو ته په پوځي لارښونو بوخت دي او په خبره يې چې وسلې او مهمات ورکوي.

شاه محمد.
شاه محمد.

شاه محمد زیاته کړه:

"موږ ځیني اسناد په لاس کې لرو چې روسي استازي په دهراوود ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته روسي وسلې ویشي، زموږ سره يې ویډیوګانې موجودې دي."

د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان دا ادعا په داسې حال کې کوي چې په دې اړه یې په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته دغه اسناد او وېډیو نه ښودلي.

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي دا دوهم ځل دی چې د دغه ولایت په یو شمېر هغه سیمو کې چې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي، د روسي استازو د شتون ادعا کوي.

دهروواد د ارزګان ولایت په لوېدیځه برخه کې پرته هغه ولسوالۍ ده چې د هلمند سره ګډه پوله لري.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري هم ویلي وو چې د ارزګان ولایت په ګېزاب ولسوالۍ او مرکز ترینکوټ یوشمېر سيمو کې روسي جنرالان لیدل شوي دي.

په ورته وخت کې د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلېن هم دا خبره مني او په دې اړه اندېښنه ښيي.

د ارزګان د ولایتي شورا رئیس امیرمحمد بارکزي ازادي راډيو ته وویل که چېري امنیتي چارواکي د دغسې تروریستي ډولو په وړاندې د ځپلو په هدف جدي ګامونه پورته نه کړي؛ شاید د ارزګان امنیتي وضعیت له دې هم خراب شي.

امیر محمد بارکزی.
امیر محمد بارکزی.

بارکزي زیاته کړه:

"دا لمړی ځل نه دی چې د ارزګان ولایت څخه د روسي جنرالانو راپورونه ورکول کېږي، له دې مخکې هم موږ په دې اړه امنیتي چارواکو ته خبر ورکړی دی او څه موده مخکې هم پاکستاني جنرالان راغلي وو."

خو له دې ټولو سره ـ سره هم د افغانستان د دفاع وزارت مسؤلين په دغه ولایت کې د روسي روزونکو شتون نه مني؛ خو وايي چې په افغانستان کې به هېڅ ترورېستي ډلې ته اجازه ورنه کړي چې فعالیت وکړي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي چې په دغه ولایت کې يې د خالد په نوم پوځي عملیات پیل کړي چې په وینا يې دغلته به ټولې ترورېستي ډلې وځپي.

وزیري وايي:

"موږ تر اوسه په دې اړه داسې شواهد نه دي پيدا کړي چې روسان دې په افغانستان کې له وسله والوطالبانو سره دافغانستان دولت په ضد پوځي همکاري کوي."

په داسې حال کې چې په کابل کې افغان چارواکي له طالبانو څخه د روسیې د ملاتړ په اړه څه نه وايي، خو تر دې وړاندې امریکايي چارواکو له طالبانو سره د روسیې پر همکارۍ اندېښنه ښودلې وه.

تر دې وړاندې په اروپا کې د ناټو یوه قوماندان ویلي و چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ترمنځ د روسیې د نفوذ د ډېرېدو شاهد دی.

قوماندان «کورتیس سکاپاروتي» د امریکا د سنا مجلس ته ویلي و چې ښایي دغه ډله د روسیې لخوا اکمال شوې هم وي.

جنرال سکاپاروتي: د طالبانو تر منځ د روسیې نفوذ زیات شوی

نذیر احمدزی: طالبانو سره د روسیې د پوځي همکارۍ په اړه کره شواهد لرو

سنګری: د ارزګان روانه جګړه کې روسي جنرالان ښکېل دي

د یادونې وړه ده چې د روسي او پاکستاني ډېپلوماټانو د شتون په اړه په یو شمېر نورو نا امنه ولایتونو کې هم راپورونه خپاره شوي او ویل کېږي چې روسيه له طالبانو سره په پوځي برخو کې مرستې کوي خو روسیې تر دې وړاندې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په اړه راپورنه رد کړي دي.

راپور:شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG