د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

ټرمپ: ایران د اټمي تړون مطابق عمل نه دی کړی


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ایران تور پرې کړ چې له نړیوالو قدرتونو سره د اټمي موافقې د "روحې" مطابق عمل نه کوي او متحد ایالات به ډېر ژرځواب ورکړي.

ولسمشر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې دخبرو پرمهال، له ایران سره د شپږو نړیوالو قدرتونو اټمي موافقه "فوق العاده"خرابه وبلله.

ایران او د نړۍ شپږو لویو قدرتونو امریکا، روسیې، چین، بریتانیې، فرانسې او جرمني چې پنځه جمع یوهم ورته ویل کېږي، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې مو افقه وکړه چې د تهران د اټمي فعالیتونو د محدودېدو په بدل کې به پر تهران د غرب بندیزونه کم شي.

خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون پنجشنبه خبریالانو ته وویل، دا مسئله چې ایران د شوې موافقې د روحیې مطابق عمل نه کوي، په ډېر دقت ګوري او په نېږدې وخت کې به یې په اړه خبرې وکړي.

ډونالد ټرمپ وویل:

"فکر کوم چې هغوی د موافقې روحیې ته سخت زیات زیان رسولی دی، دا یوه فوق العاده خرابه موافقه وه، داموافقه باید نه وائ شوې، د دې لپاره مذاکرې بایدهغسې نه وائ شوې، زه د موافقو ملاتړ کوم خو دابده موافقه وه، داسې بده موافقه ما هېڅ کله نه ده لیدلې، ایران د موافقې د روحیې پراساس کار نه کوي، زه درته ویلائ شم چې موږ دا په ډېر احتیاط ګورو او په لنډ وخت کې به یې په اړه خبرې وکړو، خو ایران د تړون له روحیې سره سم عمل نه دی کړی چې باید کړې یې وائ."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن هم د ولسمشر ټرمپ تر دې خبرو یوه ورځ مخکې ویلي و چې له ایران سره اټمي موافقه خپل اصلي هدف ته په رسېدوکې چې د اټمي وسلو له جوړولو د تهران منع کول و، ناکامه شوې ده.

ټېلرسن وویل چې موافقې یوازې د ایران دا هڅې ځنډولې دي.

ټېلرسن وویل:

ریکس ټیلرسن.
ریکس ټیلرسن.

"د ولسمشر ټرمپ اداره اوسمهال، په ټول حکومت کې د ایران په اړه پرکړنلاره له سره کتنه کوي، زه غواړم د ایران تحریک امېزه کارونو ته اشاره وکړم چې په یوه وخت کې، يې په سمیه کې تر یوه د زیاتو هېوادونو د بې ثباتۍ لپاره کوي، ترور او تشدد خپروي."

له ایران سره د اټمي موافقې په اړه د ټېلرسن د وروستیو څرګندونو په وړاندې په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل چې د امریکا د بندیزونو زوړ پلان نور د موافقې د عملي کولو لپاره د ایران پر هڅو پرده نه شي اچولائ.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، ایران یوازې له تخنیکي پلوه د اټمي موافقې پر موادو عمل کړی او د موافقې له روحيې سره سم کار یې نه دی کړی.

له دې امله، د ټرمپ به وینا، موافقې ته فوق العاده زیان رسېدلی دی.

خو ولسمشر ټرمپ د خپلو دې خبرو جزئیات نه دي څرګند کړي.

امریکا په مکرر ډول له ایران سره د بالستیک مزاییلو د توغولو پر سر لانجه کړې او امریکايي چارواکو په وار – وار ویلي چې د ایران دې کارله نړیوالو سره د اټمي موافقې پر روحیه تېری کړی دی.

ایران هم پر متحدو ایالاتو تور پورې کړی چې د مزاییلو د توغولو او پر بشري حقونو د تېري د ادعاوو پر اساس یې پر تهران بندیزونه جاري ساتلي او د موافقې پرموادو یې تېری کړی دي.

XS
SM
MD
LG