د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د علماوو شورا د مولانا فضل‎الرحمن څرګندونې له دښمنۍ ډکې ګڼي


د افغانستان د علماوو شورا د دغه هېواد په اړه د پاکستان د جمعیت‌العلماء پاکستان د مشر مولانا فضل‎الرحمن څرګندونې له دښمنۍ او غرضه ډکې ګڼي او غندي یې.

د افغانستان د علماوو شورا ویاند مولوي محمد قاسم حلیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، مولانا فضل‎الرحمن تل د افغانستان د قانوني حکومت پر ضد د وسله‎والو طالبانو ملاتړ کړی او هغوی یې ناروا جګړې ته لمسولي دي.

ښاغلي مولوي حلیمي وویل، مولانا فضل‎الرحمن دا ډول څرګندونې د دیني احکامو له مخې نه بلکې د پاکستان د استخباراتي کړیو په خوښه او اراده کوي.

نوموړی وايي:

"فضل‎الرحمن بیا هم خپل له دښمنۍ ډک نظر وړاندې کړی، موږ ولیدل چې د افغانستان له اکثرو ولایتونو څخه بهرني بیرغونه ټول او امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې خو مخالفین په هېڅ ولایت کې هم سولې ته اماده نه‎شول، د دوی جنګ له افغانانو او مسلمانانو سره دی او موږ د فضل‎الرحمن خبرې په کلکه غندو."

د پاکستان د جمعیت‎العلماء پاکستان مشر مولانا فضل‎الرحمن تېره ورځ د پاکستان د جمعیت‎العلماء اسلام ګوند د سلمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي، تر کومه چې بهرني ځواکونه افغانستان کې مېشت وي، هغه هېواد کې سوله نه‎شي راتلی.

ده دا هم ویلي چې افغانستان کې د طالبانو واکمني د خلکو د خوښې واکمني وه.

د مولانا فضل‎الرحمن د دغو څرګندونو په وړاندې د کندهار ولایت دیني عالمانو هم غبرګون ښودلی او تېره ورځ‌یې د سیمې د دیني عالمانو په یوې غونډه کې غندلي دي.

افغان چارواکي د پاکستان د جمعیت‎العلماء د مشر څرګندونې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼي او غندي یې.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا چې بهرنیان دې افغانستان کې مېشت وي او که نه؟ دا د افغانستان کورنۍ مسئله ده او افغانستان پورې اړه لري، کله چې د بهرنیانو د وتلو په اړه بحث وشي او تصمیم ونیول شي دا د حکومت کار دی، پرته له دې هېڅ‌څوک حق نه‎لري چې د افغانستان کورنیو چارو کې مداخله وکړي."

مولانا فضل‎الرحمن پخوا تر دې هم ویلي و چې افغانستان کې روان جنګ جایز دی.

د افغانستان د عالمانو شورا د دې ډول څرګندونو په اړه تل غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی، شرعي اصول او احکام په‌کې جاري دي او هر څوک او هره ډله چې په‌کې جنګ روا ګڼي، له اسلامي اصولو سرغړونه کوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG