د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

نورستان والي: طالبان کامدېش ته د شري ضد واکسین ټیمونه نه‌پرېږدي


د نورستان چارواکي وايي، په کامدېش کې اوس هم د شري ناروغۍ زیاته ده، ګڼ ماشومان ترې مړه شوي او لسګونه ناروغان دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل څو میاشتې کېږي چې په کامدېش کې د شري ناروغي موجوده ده چې له امله‌يې په لسګونه ماشومان مړه شوي او په زیات شمېر کې اوس هم د مرګ ګواښ سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کامدېش په څلورو کلیو کې دا مشکل شته دی او دا هغه کلي دي چې په‌کې د دولت واک نه‌شته چې منډه‌ګل بر منډه‌ګل، ساریت او پتیګل دی، تر اوسه په‌کې پنځلس ماشومان مړه شوي او په لسګونو نور ناروغان دي."

والي وویل دوی څو ځله سیمې ته د ډاکترانو او واکسین د لېږلو هڅه وکړه، خو وايي هلته واکمن وسله‌وال طالبان ډاکترانو ته ګواښ کوي چې که چېرته د دوی د واک لاندې سیمو ته داخل شي بیا یې مسؤلیت په خپله غاړه دی.

نوموړي زیاته کړه:

"ولې هغه خلک چې د افغانستان د ملت په بچیانو زړه نه‌خوږوي، د هغوی بچیان هلته مري او دوی ورته ګوري، نه خپله ورته علاج او درمل برابرولی شي او نه هم نور څوک پرېږدي چې هلته صحي ټیمونه ولېږي او د ماشومانو درملنه وکړي، زموږ اوس هم هلې ځلې روانې دي چې هلته ټیمونه ولېږو، دا په کامدېش کې د طالبانو ولسوال ملا ظاهر له‌خوا صحت عامې ته مکتوب رالېږل شوی چې باید د هغوی واک لاندې ساحو ته له تګ نه ځانونه وساتي او که هر څوک راغی مسؤلیت‌يې په خپله غاړه دی."

د کامدېش اوسېدونکي هم وايي چې وسله‌وال طالبان ښه ګوري چې په هر کور کې ماشومان په شري اخته دي، لسګونه ماشومان د همدې مرض له امله مړه شول، د مړو شویو ماشومانو جنازو کې يې هم برخه واخیستله خو بیا هم ډاکترانو او د واکسین کار کوونکو ته د کار اجازه نه‌ورکوي.

نوموړي زیاته کړه:

"واکسین ته زمینه نه‌برابرېږي، کله د پولیو واکسین ته اجازه ورکړل شي او اکثراً هغوی ته هم اجازه نه‌ورکول کېږي، نو ځکه د هرې ورځې په تېرېدو ستونزې زیاتېږي."

خلک وايي، له تېرو څلورو میاشتو په کامدېش کې د شري ناروغي په ماشومانو کې پیدا شوې ده.

د عامې روغتیا او د ولایت مسؤلین وایي، څو ځله‌يې سیمې ته د ډاکترانو د لېږلو هڅه وکړه، خو وسله‌وال طالبان ډاکترانو ته اجازه نه‌ورکوي چې د ناروغانو درملنه وکړي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي غږیز پیغام کې ویلي چې دوی د روغتیایي کار کوونکو مخالفت نه‌کوي او ډاکتران کولای شي چې کامدېش ته لاړ شي او هلته د شري ناروغي کنټرول کړي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG