د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

افغانستان د سلګونه میلیارده ډالرو نه زیاتې پانګونې د جذب وړتیا لري


افغان چارواکي وايي چې افغانستان د سلګونه میلیارده ډالرو څخه د زیاتې پانګونې د جذب وړتیا لري.

د اقتصاد وزارت په دې باور دی چې د ملي وحدت حکومت د پانګونې په برخه کې خپل ظرفیت نړیوالو ته په ښه توګه بیان کړی او تمه ده چې په افغانستان کې د پانګونې کچه ډېره شي.

د یاد وزارت ویاند سهراب بهمن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل که څه هم له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او انتخاباتي ستونزو په وخت کې د پانګونې اندازه کمه شوې وه خو دا چاره اوس بیا په غوړېدو ده.

نوموړی وايي د ملي وحدت حکومت اقتصادي فعالیتونو ته خپلې وړتیاوې مشخصې کړي او تمه ده چې نړیوال او افغان سوداګر به ترې ښه استفاده وکړي.

سهراب بهمن.
سهراب بهمن.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ څو پوټينشله او ظرفیتونه معرفي کړي دي او له نېکه‌مرغه افغانستان د سلګونه ملیارده ډالرو څخه ډېر حتی تر تریلیون ډالرو پورې د پانګونې د جذب وړتیا لري په تېره هم د سیمه‌ییزو همکاریو او انرژۍ د تولید په برخو کې او له دې کار سره زموږ اقتصادي وده تر لسو فیصدو پورې لوړېدای شي."

د اقتصاد وزارت د شمېرو له مخې د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې د ۱۱ میلیارده ډالرو په اندازه پانګونه شوې خو د وخت په تېرېدو سره‌یې پراختیا تر ۳۰ میلیاردو ډالرو رسېدلې ده.

د پانګونې ډېره اندازه په عامه خدمتونو، ودانیزو چارو، د صنایعو په تولیدولو، کان کېندنې او د کرنې د پراختیا په برخه کې لګېدلې ده.

د اقتصاد وزارت داسې وخت په هېواد کې لا پانګونې ته هیله ښيي چې ولسمشر محمد اشرف غني د اقتصادي همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو د جوړېدو په خاطر درېیو بهرنیو هېوادونو ته په سفر وتلی او د سفر په دوهمه ورځ‌یې د اسټرالیايي چارواکو سره دوه اقتصادي سندونه لاسلیک کړل.

د دغو سندونو له مخې اسټرالیا د کانونو د کېندنې برخه کې له افغانستان سره د ۳۲۰ میلیونه اسټرالیايي ډالرو مرسته کوي.

په همدې ډول له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني د سې شنبې په ورځ د اسټرالیايي متخصصینو، څېړنیزو مرکزونو او د هغه هېواد د دولتي چارواکو سره د اوبو او ځمکو په مدیریت، نړیوال مارکېټ ته د لاسرسي، د صادراتو او مالدارۍ په اړه هم تخینکي خبرې کړې دي.

ولسمشر غني د اسټرالیا څخه وروسته د سنګاپور او مالیزیا سفر په مخ کې لري او د جمهوري ریاست د معلوماتو له مخې د ښاغلي غني د سفر اساسي محور د کانونو په برخه کې پانګونه او کرنیزه وده تشکیلوي.

د اقتصاد استاد ډاکتر عبدالشکور هډه‌وال که څه هم د اقتصادي ودې او پانګونې په خاطر د ملي وحدت حکومت هڅې بې‌نتیجې نه‌بولي خو وايي چې حکومت باید د هېواد دننه هم په ځينو اړتیاوو کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"که رښتیا موږ وغواړو چې پانګونه جذب کړو باید زمینې ورته برابرې کړو او د هغې لپاره امنیت لومړی شرط دی دوهم دا چې حکومت په ټوله کې دولت باید ښه فضا ورته برابره کړي او پانګه‌وال سهولتونه ولري."

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تېر کال دوه فیصده اقتصادي وده لرله او د ۱.۷ میلیارده ډالرو نوې پانګونې شاهد و.

د اقتصاد وزارت وايي په روان کال کې هم د یو میلیارد ډالرو پانګونې څرک لګېدلی خو افغانستان د لا ډېرې پانګونې تمه لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG