د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

دفاع وزارت: پاکستان ته اجازه نه‌ورکوو چې یو لوېشت دې‌خوا راتېر شي


خاص کونړ او سرکاڼو هغه ولسوالۍ دي چېرې چې ځايي خلک او د کونړ د ولایتي شورا رئیس له کرښې څخه د پاکستانیو ځواکونو د اوښتولو او د افغانستان په خاوره کې د استحکاماتو د جوړولو ادعا کوي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، دوی به پاکستاني ځواکونو ته اجازه ورنه‌کړي چې یوه لوېشت هم د ډیورند له کرښې دې غاړه راتېر شي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري له ازادي راډیو سره خبرو کې دا راپورونه چې ګوندې د کونړ ځینو سیمو کې پاکستاني ځواکونه له ډیورند کرښې څخه د افغانستان خوا ته اوښتي په کلکه رد کړل.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"پاکستاني ځواکونه له کرښې دې‌خوا نه تحکیمات جوړولای شي او نه څوک اجازه ورکوي. مخکې هم رسنیو کې دا خبرې وې. خو څو چې یو افغان هم ژوندی وي، پاکستاني پوځیان به له کرښې اوښتو ته پرې نه‎ږدي."

د افغانستان دفاع وزارت په دې اړه دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د سې شنبې په ورځ د کونړ د ولایتي شورا مشر حاجي محمد صافي ازادي راډیو ته وویل، د کونړ ولایت ځینو هغو سیمو کې چې د ډیورند پر کرښه پرتې دي، پاکستاني ځواکونو پرله‎پسې نېږدې کورونه بمبار کړي او خپل تحکیمات‌یې هم رامخې ته کړي دي.

چارواکي: پاکستان د کونړ له ځینو سیمو خلک ایستلي او پوستې یې جوړې کړي

د کونړ د ولایتي شورا مشر حاجي محمد صافی
د کونړ د ولایتي شورا مشر حاجي محمد صافی

ښاغلي صافي ازادي راډیو ته ویلي و:

"د کونړ خاص ولسوالۍ په مایا سیمه کې پاکستاني ځواکونه ۵۰۰-۶۰۰ متره دې‌خوا راوښتي او خپل تأسیسات جوړوي، همدارنګه د سرکاڼو ولسوالۍ ځینو سیمو کې هم دوی مخکې راغلي. دوی دغلته د تأسیساتو د ابادولو لپاره خپل ماشین الات هم راړولي دي."

د خاص کونړ ولسوالۍ د هغو سیمو ځینو اوسېدونکو چې د ډیورند کرښې ته نېږدې پرتې هم دي ازادي راډیو ته ویلي، پاکستاني ځواکونه پرله‎پسې د دوی پر کلیو او کورونو د توپونو ډزې کوي څو دا سیمې له خلکو خالي کړي او د دوی لپاره د پرمختګ زمینه برابره شي.

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ادارو چارواکي د کونړ پر سرحدي سیمو د پاکستاني ځواکونو د توغندیو بریدونه تائیدوي او وايي چې دوی یې د ځواب ویلو لپاره د دولت د مشرانو امر ته انتظار کوي.

خو دا نه‌مني چې ګوندې پاکستاني پوځیان دې په کومه سیمه کې له ډیورند کرښې د افغانستان خواته اوښتې وي.

XS
SM
MD
LG