د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

په کندز کې د شاتو توليداتو وده کړې


کندز کې د شاتو توليداتو وده کړې او د شاتو مچيو فارمونه هم په دې ولایت کې د زیاتېدو په حال کې دي.

د کندز د کرنې او مالدارۍ رياست د شاتو مچيو مسؤل فدا محمد وايي چې د کورنيو شاتو د توليد په زياتېدو سره د مچۍ ساتنې په فارمونو کې یو زیات شمېر وزګار خلکو ته د کار زمینه هم برابر شوې ده.

د نوموړي په وینا چې کندز کې په دې څو کلونو کې د شاتو مچيو ساتنې پرمختک کړی ځکه د دې ولایت اب و هوا د مچیو ساتنۍ لپار مساعده ده.

د هغه په خبره، د مچيو له یوې کورنۍ څخه څه باندې ۳۰ کېلو خالص شات ترلاسه کېږي.

د کندز د کرنې او مالدارۍ رياست د شاتو مچيو مسؤل فدامحمد
د کندز د کرنې او مالدارۍ رياست د شاتو مچيو مسؤل فدامحمد

ښاغلي فدا محمد زیاته کړه:

"د یو شمېر مؤسسو له‎خوا زموږ کوپراتیفونو ته د مچیو روزنۍ او د عسل پروسس برخه کې روزنه ورکړل شوې او د مچۍ له یوې کورنۍ څخه موږ څه باندې ۳۰ کېلو شات ترلاسه کوو چې د زون په کچه‌یې ښه نتیجه ورکړې."

د شاتو مچۍ لرل او د شاتو توليدول د هېواد بېلابېلو سيمو کې د شاتو مچيو د لرونکو لپاره د عايد يوه غوره سرچينه جوړوي.

ښاغلی فدا محمد وايي چې د شاتو حاصلاتو په زیاتېدو سره کندز کې د شاتو درې لوی کوپراتیفونه جوړ شوي چې دوی په خپله د شاتو پروسس ماشینونه لري او له پروسسه وروسته خپل تولیدات هم کورني بازار ته عرضه کوي همدارنګه بهر ته‌یې هم صادروي.

دی زیاتوي:

"موږ کندز کې درې ستر د مچیو کوپراتيفونه لرو، هر یو یې څه باندې ۲۰۰۰ د مچیو کورنۍ لري، دوی خپله د شاتو د پروسس ماشینونه، قوطۍ او لېبل لري په ښه سټنډرډ سره تولیدات لري او دوی خپل تولیدات بهر ته هم صادروي."

کندز کې اوس‌مهال یو زیات شمېر خلک د مچیو ساتنې په کاروبار بوخت دي او اقتصادي ستونزې یې هم ورسره هوارې شوې دي.

په ورته وخت کې محمدالله ترکمن ازادي راډيو ته وویل چې له ۷ کلونو راهیسې د مچیو ساتنې فارم لري او تېر کال‌یې ۱۰۰ کېلو خالص شات تولید کړي دي.

نوموړی وايي:

"له ۷ کلونو راهیسې د کندز قلعه‌زال ولسوالۍ کې د شاتو مچیو فارم لرم دې کار مې ټولې اقتصادي ستونزې هوارې کړي."

د معلوماتو له مخې د شاتو مچۍ ډېر اساس او نازک طبیعت او د يوه منظم سيسټم لرونکي دي، د ملکې، کارګر او مذکر په نومونو درې ډوله مچۍ شته، ملکه د شاتو مچيو پاچا ده چې د هوا د معتدل والي صورت کې په ورځني ډول ٣٥٠٠ هګۍ اچوي.

د کندز د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د شاتو مچۍ د صحرايي ګلونو تر څنګ د سېچ "خېځې"، سنځلې، سپېلني، عکاسي او د شکر ونو له پاڼو څخه تغذيه کوي او په يوه کال کې دوه ځلې حاصل ورکوي چې يوه کېلو شات‌يې بازار کې څه باندې ٥٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG