د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

م.م: نړیوالې ټولنې تېر کال ۳نیم میلیونو افغانانو سره بشري مرستې کړي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي نړیوالې ټولنې تېرکال له څه باندې درې نیم میلیونه افغانانو سره بشري مرستې کړې دي.

په کابل کې د دې ادارې مسؤلین هیله څرګندوي چې د نړیوالو مرستندویانو مالي مرستې به په راتلونکي کې هم دوام وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي د نړیوالې ټولنې د هڅو په ترڅ کې تېر کال له ۳،۶ میلیونه اړو او محرومو افغانانو سره چې د افغانستان د ټولو وګړو په سلو کې تقریباً ۱۱ جوړوي، بشري او بېړنۍ مرستې شوې دي.

اوچا په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي، میلیونونه افغانان له ډېرې مودې راهیسې د جګړو او طبیعي پېښو د ویجاړوونکو زیانونو له کبله ځورېږي، خو نوموړې اداره زیاتوي چې نړیوالې ټولنې د ژوند ژغورنې لپاره د مرستو د رسولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.

د دې ادارې د عامه اړیکو د څانګې مشرې دانېل مویلن «Danielle Moylan» ازادي راډیو ته وویل، دا هیله منه ده چې نړیوال مرستندویان به په راتلونکي کال کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړې زیاته کړه:

"افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د بشري مرستو لپاره د ملګروملتونو د بودجې د فهرست دوهم مهم هېواد و، سږکال موږ د پنځه نیم سوه میلیون ډالرو غوښتنه کړې، که څه هم موږ دقیق اټکل نشو کولای خو باور لرو چې مرستندویان په تېره د بېړنیو مرستو او د ژوند د خوندي کولو د عملیاتو په برخه کې افغانانو ته ژمن دي، هیله من یو چې دوی به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او موږ هم ترې غواړو چې دې کار ته دوام ورکړي."

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ د ادارې د معلوماتو له مخې نړیوالې ټولنې تېر کال له افغانانو سره د بشري مرستو په مقصد نېږدې پنځه نیم سوه میلیون ډالره بسپنه ورکړې چې اړو خلکو ته د خوړو، اوبو، سرپناه او د بېړنیو روغتیايي خدماتو پر چمتو کولو لګول شوي دي.

په دې زیانمنو خلکو کې نېږدې یو میلیون بېځایه شوي افغانان او له پاکستانه نېږدې شپږسوه زره ستانه شوي افغان کډوال هم شامل دي.

اوچا اټکل کوي چې په روان ۲۰۱۷ کال کې ښايي نه اعشاریه درې میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري چې له دې ډلې څخه به له څه باندې پنځه نیم میلیونه هغو کسانو سره چې تر ټولو زیات اړ دي، بېړنۍ بشري مرستې وشي.

د اوچا د اټکل له مخې ۲۰۱۷ به د افغانستان لپاره خورا ستونزمن کال وي ځکه ښايي د جګړو له کبله د کورنیو بېځایه شویو کسانو شمېر زیات او له پاکستانه نور کډوال هم هېواد ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG