د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

صلاح الدین رباني یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره امریکا ته ځي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د داعش ضد ایتلاف د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ناسته کې د ګډون په هدف امریکا ته ځي.

صلاح الدین رباني وايي چې د دغه سفر په لړ کې به په یاده ناسته کې د ګډون ترڅنګ د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د امریکا د متحده ایالاتونو له يو شمېر لوړو پوړو چارواکو سره هم لېده کاته وکړي.

ښاغلي رباني د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې امریکا ته د سفر پر مهال به د دغه هېواد د بهرنیو او دفاع د وزیرانو او د کانګرس له يو شمېر غړیو سره هم ناستې ولري.

نوموړي زیاته کړه:

"د داعش ضد ایتلاف د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون په هدف امریکا ته سفر لرم، د دغه سفر په لړ کې به په یاده ناسته کې د ګډون ترڅنګ د ملګرو ملتونو د سرمنشي، د یو شمېر لوړ پوړو امریکايي چارواکو او د دغه هېواد د کانګرس له غړیو سره هم لیده کاته ولرم."

ښاغلي رباني وویل چې د افغانستان لپاره ستره ننګونه تروریستي فعالیتونه او تروریستان دي چې ځالې یې له افغانستان څخه بهر دي.

دا په داسې حال کې ده چې پنټاګون څه موده وړاندې ویلي و چې د داعش ډلې د ماتولو لپاره يې د مقدماتي پلان طرح ‌ سپینې ماڼۍ ته سپارلې ده.

د پنټاګون ویاند تورن جېف ډیوېس ویلي و چې دا پلان یو پراخ چوکاټ لري چې نه ‌یوازې په عراق او سوریه کې بلکې د نړۍ په کچه له داعش سره مبارزه کوي.

په ورته وخت کې د يو شمېر راپورونو له مخې په دې وروستیو کې تر ختیځو ولایتونو ورسته داعش فعالیتونو د هېواد په شمالي ولایتونو کې هم زور اخیستی چې له امله یې خلک اندېښمن دي.

په دغو راپورونو کې راغلي چې داعش ډله اوسمهال د يو شمېر شمالي ولایتونو په ځینو سیمو کې د جلب او جذب په حال کې دي او غواړي چې د راتلونکي پسرلي لپاره ځانونه تروریستي فعالیتونو ته چمتو کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون يو شمېر غړي د داشان غونډو او کنفرانسونو پر عملي اقدام ټینګار کوي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړي نادر خان کټوازي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د نړۍ هېوادونه باید د افغانستان سره په پوځي برخه کې مرستې وکړي ترڅو د داعش په وړاندې مبارزه نتیجه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه څرګندونې باید يوازې خبرې پاتې نشي او که داسې وي نو بیا ګټه نه لري، ښه به دا وي چې د دغه بدې پدیدې په وړاندې نړیوال په عملي ډول باندې ګامونه واخلي او د افغانستان په اقتصادي او پوځي برخه کې مرستې وکړي، ترڅو د دغه بدې پدیدې په وړاندې د مبارزې توان پیدا کړي او په وړاندې یې ودرېږي."

ښاغلی کټوازی وايي، تر کومه چې د نړۍ هېوادونه په رښتیني او عملي توګه د داعش او نورو تروریستي ډلو د له منځه وړلو لپاره ګامونه وانه خلي د داعش په وړاندې مبارزه نتیجه نه ورکوي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG