د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

کابل کې د کورنیو لپاره یوه سینما جوړه شوې


په کابل کې د کورنیو لپاره یوه سینما جوړه شوې ده او دا په کلونو کې لومړی ځل دی چې کورنۍ د هالي ووډ او بالي ووډ فلمونه د سينما پر لويه پرده ګوري.

افغانستان کې چې ښځې يوازې د کور تر څلورو دېوالو محدودې کېږي، اوس له خپلو کوچنيانو او مېړو سره کولای شي فلمونه وګوري.

د کابل يوه اسېدونکې حلیمه لغمانۍ نومېږي چې سینما ته له خپلې کورنۍ سره تللې او له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي چې دا يې ډېره ښه تجربه وه.

نوموړې وايي:

"لومړی ځل چې زه سينما ته ولاړم، ډېره خوشاله وم. هلته ډېره ښه فضا وه ډېره ارامي وه. که څه هم د افغانستان عمومي وضعيت سم نه‎دی خو دغه ځايونه له امنيتي لحاظه ښه دي. هلته پولیس شته، ګارد شته، امنيت نيسي نو ځان په امنيت کې احساسوي."

ډېری وختونه د کابل سينماوو ته يوازې نارینه لیدونکي ورځي او د چچکو په غږ او سګريټو په دود کې فلمونه ګوري.

خو د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې کله چې يو کال مخکې ګليکسي سینما جوړه شوه، دا لومړۍ سينما وه چې پر مجردو سړو يې د معينو ساعتونو لپاره بنديز ولګاوه او دا هغه وخت وو چې يوازې کورنۍ فلمونه په‎کې کتلای شي.

دا اقدام ځکه شوی چې کورنۍله ځورونې، دود او بې ځایه چلند سره مخامخ نه‎شي.

۱۶ کاله مخکې به د کورنيو لپاره کوچنۍ ميلې هم له امکانه لېرې خبره وه.

د افغانستان کورنۍ جګړه کې سينماوې له منځه ولاړې او وروسته طالبانو پر هر ډول فلمونو بنديز ولګاوه.

خو اوس کورنۍ، سړي، ښځې او کوچنيان د سینما له مخې په قطارونو کې د ټکټ اخيستلو لپاره ولاړ وي.

د فرانسې خبري اژانس ليکي:

افغان حکومت اوس هم له وسله‎والو طالبانو سره په جګړه کې دی او د دې هېواد اوسېدونکي نه یوازې له امنيتي تهديدونو سره مخامخ دي بلکه ښځې د يو شمېر سړيو له خوا له ځورورنې سره مخامخ کېږي.

ابوبکر غرزي چې د کورنیو لپاره د دې سینما له جوړوونکو څخه دی، فرانسې خبري اژانس ته ويلي، کله چې کورنۍ د سینما په سالون کې دننه وي، هلته هېڅ بل چا ته د ننوتلو اجازه نشته څو کورنۍ د خونديتوب احساس وکړي.

XS
SM
MD
LG