د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

پوهنې وزارت: ارګانونه دې د ښوونځیو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي


په داسې حال کې چې د افغانستان پوهنې وزارت د ننګرهار ولایت له یوه خصوصي ښوونځي څخه د وسلو او مهماتو د نیونې په اړه بې خبري ښيي، خو د دغه وزارت ویاند مجیب مهرداد وايي چې له ښوونځیو څخه باید د نظامي اډو په توګه کار وانه‎خېستل شي.

ښاغلي مهرداد د پنحشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو سره خبرو کې له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د ښوونځیو امنیت ته جدي پام وکړي.

د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهرداد
د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهرداد

ښاغلي مهرداد زیاته کړه:

"په وار ـ وار مو د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې حد اقل خپل ځواکونه له ښوونځیو لېرې وساتي او له ښوونځیو نه د جنګي اډو په توګه استفاده مه کوئ، خو له بده مرغه کله ـ کله دا شان خواشینونکي خبرونه اورو، زموږ غوښتنه بیا هم له دوی دا ده چې ښوونځي له جګړه ییزو مسایلو لېرې وساتي."

ښاغلی مهرداد وايي چې په دې اړه تر اوسه دوی ته کوم رسمي راپور نه‎دی ور رسېدلی خو د نوموړي په وینا، پخوا تردې د افغانستان د پوهنې وزارت د ښوونځیو د امنیت په اړه پر امنیتي ارګانونو ټینګار کړی او بیا ځلي خپل دغه غږ تازه کوي.

د جلال‌اباد یوه ښوونځي کې د ترهګرو د وسلو زیرمه کشف شوې

د پوهنې وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې پخوا تر دې هم دوی ته داسې راپورونه رسیدلي چې جګړه کې ښکېلې غاړې له ښوونځیو څخه د نظامي اډو او جنګي مورچلو په توګه کار اخلي.

د افغانستان د پوهنې وزارت په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاني سیمه ییزو خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان ملي امنیت ادارې په دې وروستیو کې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې له یوه خصوصي ښوونځي څخه وسلې او مهمات ترلاسه کړي چې په تړاو یې دوه کسه نیول شوي هم دي.

خو د دغه خصوصي ښوونځي د نوم، د وسلو او مهماتو د اندازې او د عملیاتو د دقیقې نېټې په اړه څه نه‎دي ویل شوي.

په ورته وخت د افغانستان د ولسي جرګې د معارف، لوړو زده‎کړو، دیني او فرهنګي کمېسیون یو شمېر غړي ټینګار کوي چې د افغانستان د پوهنې وزارت باید د خصوصي ښوونځیو له کار او فعالیته جدي څارنه وکړي.

د یاد کمېسیون یو غړی خلیل الله شهید زاده وايي:

"له پوهنې وزارته جدي غوښتنه کوو چې کوم خصوصي ښوونځي چې دوی یې لري، هغه ژمنې چې له دوی اخېستل شوي باید پرې عمل وکړي او کوم سرغړونه لیدل کېږي باید پرته له ځنډه وتړل شي."

ښاغلی شهید‎زاده دغه شان د لوړو زده‎کړو له وزارته هم غواړي چې د سرغړونې په صورت کې د خصوصي پوهنتونونو په وړاندې هم ورته چلند وکړي.

په داسې حال کې چې افغانستان کې د دغه هېواد د حکومتي چارواکو له‎خوا تل دا ټینګار شوی چې تعلیمي او تحصیلي ادارې باید له هر ډول سیاسي او نظامي فعالیتونو لېرې وساتل شي خو بیا هم وخت په وخت له ځینو ښوونځیو او پوهنتونونو څخه د ورته فعالیتونو په اړه راپورونه ورکړل شوي چې اندېښنې یې راپارولي دي.

XS
SM
MD
LG