د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

بریتانیا د ترکیې او هالنډ تر منځ د ستونزو د حل غوښتنه وکړه


تر هغه وروسته چې د هالنډ حکومت د ترکیې حکومت یوه وزیره وشړله او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر الوتکې ته‌یې اجازه ورنه‎کړه چې هغه هېواد کې کېني، د ترکیې ولسمشر خبرداری ورکړ چې هالنډ به د خپل دې کار بیه پرې کړي.

رجب طیب اردوغان پرون یکشنبه په یوه وینا کې چې له ټلوېزیونه خپرېده، بیا پر خپلو مخکنیو خبرو ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې یوازې "نازي" او "فاشیست" حکومتونه په ‎داسې کار لاس پورې کولای شي.

اردوغان وویل، د "نازیانو" فکر لا هم اروپا کې شته او په دې ډول غرب خپله اصلي څېره څرګنده کړه.

د ترکيې ولسمشر
د ترکيې ولسمشر

رجب طیب اردوغان زیاته کړه:

"وروستیو څو ورځو کې غرب خپله اصلي څېره په وضاحت څرګنده کړه. ګرانو وروڼو، د دې پېښو له پیل سره ما ویلي و چې داسې ظلم د فاشیستانو ظلم ته ورته دی. ما فکر کړی و چې د نازیانو فکر ختم شوی خو زه تېروتی وم."

رجب طیب اردوغان د فرانسې له حکومته مننه وکړه چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ته‌یې فرانسه کې له یو شمېر مېشتو تُرکانو سره غونډه کې د خبرو اجازه ورکړه.

د هالنډ حکومت د شنبې ورځ هغې الوتکې ته چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په‎کې سپور و، په روتردام ښار کې د ښکته کېدو اجازه ورنه‎کړه.

د هالنډ حکومت وویل چې ترکي لوري ته‌یې خبر ورکړی و چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر امنیت او عامه نظم ته د خطر له امله په روتردام کې غونډه کې ګډون نه‎شي کولای.

په همدې ورځ، د هالنډ حکومت د ترکیې د کورنیو او ټولنیز سیاست وزیره فاطمه بتول سایان کایا په روتردام کې د ترکیې قونسلګرۍ ته له ورتګه منع او بیا له هالنډه وشړله.

د ترکیې حکومت دواړو وزیرانو، مولود چاووش اوغلو او فاطمه بتول سایان کایا غوښتل چې د هالنډ روتردام ښار کې په یوې سیاسي غونډه کې ګډون وکړي.

د غونډې هدف د ترکیې په اساسي قانون کې د هغه تعدیل په اړه چې د ولسمشر اردوغان صلاحیتونه زیاتولای شي هالنډ کې د مېشتو تُرکانو نظر اخیستل وو.

ټاکل شوې چې د اپرېل په ۱۷مه د ترکیې اساسي قانون کې د دې تعدیل په اړه عمومي نظرپوښتنه وشي.

یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو لکه جرمني، اتریش او سویس هم پر خپله خاوره د ترکیې حکومت د تبلیغاتي کمپاینونو مخنیوی کړی دی.

خو د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون هيله څرګنده کړه چې ترکیه او هالنډ به ژر خپلې ستونزې حل کړي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون

نوموړي وویل:

"زما په باور دا د خواشینۍ ځای دی ځکه دواړه هېوادونه د ناټو تړون غړي دي. موږ هیله لرو چې دا مسئله به ډېر ژر حل شي."

ترکیه او هالنډ کې پرون یو شمېر کسانو د هالنډ حکومت پر ضد مظاهرې وکړې.

د هالنډ پولیسو پرون روتردام کې د ترکیې د قونسلګرۍ مخکې مظاهره‎چیان چې د ترکیې بیرغونه‌یې پورته کړي وو، د اوبو په پاشلو او سپو وشړل.

یو شمېر مظاهره‎چیانو پولیس په بوتلونو او ډبرو وویشتل.

ویل کېږې چې د هالنډ پولیسو یو شمېر مظاهره‎چیان وهلي او ټکولي هم دي.

د رپوټونو په حواله، پرون په استانبول کې یوه مظاهره‌چي د هالنډ د قونسلګرۍ ودانۍ ته ورننوتی او د هالنډ د بیرغ پر ځای یې د ترکیې بیرغ پورته کړی و.

خو خبري رسنۍ وايي چې تر لنډ وخت وروسته، د هالنډ بیرغ بېرته پر خپل ځای وځړول شو.

XS
SM
MD
LG