د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د هالنډ صدراعظم: د اردوغان څرګندونې بې‌چوکاټه او له لېونتوبه ډکې دي


د هالنډ صدراعظم مارک روتي د ترکیې د ولسمشر وروستۍ څرګندونې "له چوکاټه وتلې " او "له لېونتوبه "ډکې بللې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پرون د هالنډ په اړه په خبرو کې وویل، هالنډ "فاشیست " او د "نازیانو" پاتې شونی هېواد دی.

ښاغلي اردوغان وویل:

"د هالنډ حکومت نړیوال سیاست او ډیپلوماسۍ په اړه هېڅ معلومات نه‌لري، هغوی عصبي او بزدلانه چلند کړی، هغوی فاشیستان دي."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پرون په استانبول کې یوې غونډې ته، دا له خشمه ډکه وینا وکړه.

اردوغان: جرمني د نازیانو پاتې شونی دی.
اردوغان: جرمني د نازیانو پاتې شونی دی.

هغه د هالنډ حکومت ته په خطاب کې وویل:

"څومره چې کولای شئ زموږ د بهرنیو چارو وزیر خپل هېواد ته له سفره منع کړئ، موږ به هم وګورو چې تر دې وروسته ستاسو الوتکې په څه ډول د ترکیې په خاوره کې کېني؟"

د هالنډ حکومت د ترکیې یوې الوتکې ته چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په‌کې سپور و، د ناستې اجازه ورنه‌کړه.

چاووش اوغلو غوښتل چې د هالنډ په روتردام ښار کې په یوې غونډه کې ګډون وکړي.

د دې غونډې هدف په اساسي قانون کې د هغه تعدیل په اړه چې د ترکیې حکومت د ولسمشر اردوغان د صلاحیتونو د زیاتولو لپاره په پام کې نیولی، په هالنډ کې د مېشتو ترکانو نظر اخیستل و.

ټاکل شوې چې د اپرېل په اوولسمه د ترکیې په اساسي قانون کې د تعدیل په اړه عمومي نظرپوښتنه وشي.

د هالنډ د روتردام ښاروال احمد ابو طالب ویلي، مخکې تر دې چې د چاووش اوغلو الوتکه ورشي، له ترکي چارواکو سره غږېدلي وو او هغوی ته‌یې خبر ورکړی و چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر امنیت او عامه نظم ته د خطر له امله، په روتردام کې په غونډه کې ګډون نه‌شي کولائ.

د هالنډ صدراعظم مارک روتي هم پرون شنبه وویل چې د ترکیې د حکومت وزیرانو ته مناسبه نه‌ګڼي چې د هالنډ په خاوره کې کمپاینونه وچلوي.

مارک روتي وویل:

"موږ د ترکیې له چارواکو سره خبرې کړې وې، موږ هغوی ته وویل چې له داسې کتنې سره موافقه نه‌لرو ځکه دا د ترکیې یو وزیر دی او فکر نه‌کوو چې د ترکیې وزیرانو ته به مناسبه وي چې د هالنډ په خلکو کې چې ښايي د ترکیې پاسپورټونه ولري، د هالنډ په خاوره کې کمپاین وکړي."

دې مسئلې د ناټو د دواړو غړو په اړيکو کې کړکېچ پېدا کړی دی.

د هالنډ صدراعظم ویلي، پوهېږي چې د ترکیې چارواکي په قهر دي خو له ترکیې سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

مارک روتي وویل:

"موږ به له ترکیې سره د اړیکو ټینګولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړو، موږ په پیل کې له ترکیې سره رسمي روابط غواړو، خو نن د دواړو هېوادونو د رسمي اړیکو لپاره ښه ورځ نه‌وه."

له هالنډ پرته یو شمېر نورو هېوادونو هم پرخپله خاوره د ترکیې د حکومت او د ولسمشر اردوغان د پلویانو د تبلیغاتي کمپاینونو مخنیوی کړی چې جرمني، اتریش او سویس په‌کې راځي.

د ترکیې سیاستوال په دې هڅه کې دي چې په ترکیه کې تر نظرپوښتنې مخکې، د هغو ترکانو رأیه ترلاسه کړي چې په اروپايي هېوادونو کې اوسېږي.

دا په یوه اوونۍ کې دوهم وار دی چې د ترکیې ولسمشر د یوه اروپايي هېواد په اړه په خبرو کې د "نازیانو" یادونه کوي.

اردوغان د مارچ په پنځمه د جرمني چارواکو په اړه په وینا کې، وویل چې د "نازیانو" په څېر چلند کوي.

XS
SM
MD
LG