د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

د افغانستان په اړه د ځینو نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


فارن پاليسۍ خپرونې په خپله تازه ګڼه کې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د شمېر زياتېدو په باب د دغه هېواد د پوځي چارواکو پر غوښتنه ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي، د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزيف ووتل، تېره اوونۍ د امريکا کانګرس ته وويل، د افغان قواوو د روزنې او سلا-مشورې لپاره ښايي نورو امريکايي پوځيانو ته اړتيا وي.

د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمېټه کې دې پوښتنې ته چې د امريکا په تاريخ کې د دغه هېواد د تر ټولو اوږدې جګړې په اړه ولسمشر ډونالد ټرمپ ته ستاسو وړانديزونه څه دي؟

جنرال ووتل څرګنده کړه، د ده په نظر په اغېزناک ډول د دغه ماموريت د لا ښه کولو لپاره په افغانستان کې نورو ځواکونو ته اړتيا ده.

فارن پاليسۍ خپرونې ليکلي، په افغانستان کې يوازې د سرتېرو د شمېر د زياتولو موضوع مطرح نه ده، افغانستان ته د نورو امريکايي سرتېرو لېږل د امريکا په پوځي ستراتيژۍ کې يو ډول بدلون څرګندوي او د افغان قواوو د روزنې او سلا مشورې ماموريت کې د امريکا کومانډو ځواکونه په محدود ډول په پوځي عملياتو کې برخه اخلي.

له بلې خوا د سرتېرو د زياتولو تصميم برعکس هغه تمايل دى چې په تېرو کلونو کې ليدل شوى، ځکه په ٢٠١٠ او ٢٠١١میلادي کلونو کې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر يو لکو ته رسېده، خو تر هغه وروسته دغه اندازه کمه شوې؛ دا مهال په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر ٨زره او ٤٠٠ ته رسېږي، خو اوس که د خپرونې په باور د دغو سرتېرو د شمېر زياتولو تصميم نيول کېږي، دغه بهير برعکس څو کاله وخت نيسي.

له بلې خوا په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د شمېر زياتولو په اړه تصميم، د ولسمشر ډونالد ټرمپ له هغو څرګندونو سره چې د انتخاباتي مبارزو پر مهال يې کړي، په ټکر کې دي، ځکه ده ويلي وو، له دې جګړې به ځان وباسي.

د فارن پاليسۍ خپرونې په باور، ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې چې د داعش ډلې پرضد به پوځي مبارزه شديده کړي.

دغه ډله دا مهال په افغانستان کې هم فعاليت لري.

ګارډين:

له بريتانيا خپرېدونکې ورځپاڼې ګارډين بيا په خپله تازه ګڼه کې د سلګونو زره افغان کډوالو په اړه تبصره خپره کړې چې له پاکستان او ايران څخه خپل هېواد ته ستنېږي.

د ورځپاڼې په ليکنه، سره له دې چې په افغانستان کې بېکاري او ناامني ده، خو اټکل کېږي چې روان ميلادي کال به يو میليون افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.

په ليکنه کې راغلي، ګڼ افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته په ستنېدو دي چې د بېکارۍ اندازه يې نوره هم زياته کړې ده.

د ليکنې په حواله په تېرو ١٠ مياشتو کې ٢۵٠زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ګارډين ورځپانه د مطلب په بله برخه کې زياتوي، نړيوال سازمانونه له هغو افغانانو سره چې له پاکستان او ايران څخه خپل هېواد ته ستنېږي، د سړي پر سر تر ۴٠٠ ډالرو پورې مرسته کوي.

دا ښايي ډېرې پيسې نه وي، خو هغه افغانان چې د پاکستاني پوځيانو له سپکاوي او ځورونو پوزې ته راغلي، ښايي په همدې پيسو قناعت وکړي.

دغه افغانان بيا هم خپل هېواد ته ستنېږي او دا څرګندوي چې دوى نور د پاکستان د حکومت د پوليسو چلند نه شي زغملاى.

XS
SM
MD
LG