د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

ټرمپ د کډوالۍ په اړه د اجرائیه فرمان ترتیب شوې نسخه لاسلیک کړه


سپینې ماڼۍ پرون تائید کړه چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د کډوالۍ په اړه د خپل اجرائیه فرمان نوې بڼه لاسلیک کړې ده.

د دې فرمان له مخې د ۶ اسلامي هېوادونو یمن، سوریه، لیبیا، سومالیا، ایران او سوډان اتباعو ته تر ۹۰ ورځو پورې د امریکا د ویزو ورکول ځنډېږي.

خو د دې ۶ هېوادونو هغه اتباع چې له وړاندې يې معتبرې ویزې ترلاسه کړي دي متحده ایالاتو ته سفر کولای شي.

د ولسمشر ټرمپ د دې فرمان له مخې چې د روانې مارچ میاشت له ۱۶مې نېټې عملي بڼه غوره کوي د امریکا د مهاجرت پروګرام هم د ۱۲۰ ورځو لپاره ځنډېږي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د جنورۍ په ۲۷ نېټه د کډوالۍ په اړه خپل لومړني فرمان کې د عراق په ګډون د ۷ اسلامي هېوادونو اتباع امریکا ته له داخلېدو منع وګرځول.

خو د متحده ایالاتو فدرالي قاضیانو د ولسمشر ټرمپ د دې فرمان د عملي کېدو مخه ونیوله.

نوي فرمان کې چې پرون لاسلیک شو امریکا ته د عراقي اتباعو پر داخلېدو لګول شوی بندیز لیرې شوی دی.

د سپینې ماڼۍ په دې فرمان کې هغه بهرنیان شامل نه‎دي چې ګرین کارټونه او یا د متحده ایالاتو دایمي ویزې لري.

ولسمشر ټرمپ ټینګار کوي چې د امریکا د ملي امنیت په اړه د ډاډ ترلاسه کولو په هدف د کډوالۍ په اړه د ده فرمان اړین دی.

د ډونالد ټرمپ منتقدانو بیا نوموړی په تبعیض تورن کړی دی هغه څه چې سپینه ماڼۍ يې ردوي.

اخوا بیا د عراق حکومت د دې هېواد پر اتباعو امریکا ته د سفر د بندیز د لیرې کېدو هرکلی کړی دی.

د عراق حکومت ویلي، د سپینې ماڼۍ دا ګام په داسې حال کې یو مثبت پیغام دی چې عراقي او امریکايي ځواکونه په ګډه د داعش پر ضد جګړه کوي.

روېټرز او اسوشیټېډ پرېس اژانسونه وايي، د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع د وزارتونو د فشار په نتیجه کې امریکا ته د عراقیانو پر سفر لګېدلی بندیز لیرې شوی دی.

د ولسمشر ټرمپ لومړني فرمان عراقیان په غُصه کړي وو او د دې هېواد پارلمان‌يې اړ کړ چې عراق ته د امریکايي وګړو پر سفر د بندیز غوښتنه وکړي.

خو د عراق صدراعظم حیدرالعبادي دې هېواد ته د امریکايي اتباعو پر سفر د بندیز لګولو غوښتنه ونه‌منله.

XS
SM
MD
LG