د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

مستغني: پاکستان دې د تړلو دروازو د پرانیستلو ژمنې عملي کړي


که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستاني چارواکو د ډیورند کرښې اوږدو کې د تړل شویو دروازو د بېرته خلاصون لپاره پر کړو ژمنو عمل نه‌دی کړی، خو تمه ښيي چې تړل شوې دروازې به ډېر ژر د افغانانو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان کې د بند پاتې افغانانو د راستنېدو لپاره به له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

نوموړي وویل:

"د هغو ژمنو له مخې چې د پاکستاني لوړپوړو چارواکو په اسلام‎اباد کې د افغانستان له سفیر سره کړي، موږ تمه لرو چې ژر ورباندې عمل وکړي او پاکستان کې د ګېر پاتې افغانانو د ستونزو د حل او بېرته راستنولو لپاره اقدام وکړي او افغان حکومت دا خپله دنده بولي چې د خپلو هېوادوالو ستونزې هوارې کړي."

له تېرو شلو ورځو راهیسې شااوخوا ۲۵ زره افغانان چې د درملنې او نورو مسایلو لپاره پاکستان ته تللي وو، هغه هېواد کې ګېر پاتې دي چې له ډول-ډول ستونزو سره مخ دي.

د تېر میلادي میاشتې په ۱۶مه د پاکستان سند ایالت کې په یوه زیارت کې له خونړۍ چاودنې وروسته د دغه هېواد د لوی درستیز په امر له افغانستان سره د تګ راتګ ټولې ځمکنۍ لارې وتړل شوې.

په اسلام‎اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په دې وروستیو کې ویلي له کوم دلیل د نه‌شتون بغیر د لارو د تړلو دوام د خلکو له ځورولو پرته بله معنی نه‎لري.

ښاغلي زاخېلوال په خپله فېس‌بوک پاڼه کې لیکي چې پاکستاني چارواکي د تورخم او سپین‎بولدک د لارو د تړلو په اړه هېڅ قانع کوونکی قانوني ځواب نه‎لري.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم وايي، افغان حکومت دې د پاکستان پر وړاندې خپله ډيپلوماسي بدله کړي.

نوموړی وايي:

"موږ کولای شو چې امریکا هم په دې قضیه کې راښکېله کړو هغه سټراتیژیکې اړیکې چې له امریکا سره‌یې لرو، موږ باید وتوانېږو چې د هغه هېواد له لوري پر پاکستان فشار راوړو، دوهم د سیمې هېوادونه لکه، ایران، عربستان او چین باید په پاکستان فشار راوړي او درېیم هغه نړیوال سازمانونه چې د بشر حقونو لپاره کار کوي باید د پاکستان سیاستوالو تر غوږ دا خبره ورسوي."

د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم
د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم

د سیاسي چارو افغان کارپوه احمد سعیدي وايي، پاکستان د ویزه لرونکو افغانانو پر مخ د دروازو په تړل کېدو سره ټول نړیوال ارزښتونه تر پښو لاندې کړي.

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې له افغان حکومت نه وغوښتل چې اوس هغه وخت رارسېدلی کوم چې د پاکستان د دغې کړنې پر وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته باید شکایت وشي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG