د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

روستايي: ارزګان کې د مدني ټولنو فعالیتونه په ټپه ولاړ دي


ارزګان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسؤلین په دغه ولایت کې پر مدني ټولنو نیوکه کوي او وايي چې له تېرو اتو کالونو راهیسې يې د بشري حقونو د نقض برخه کې فعالیت صفر دی او هېڅ ډول لاسته راوړنه نه‎لري.

ارزګان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دفتر سرپرست عبدالشکور روستايي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه ولایت کې مدني ټولنو د بشري حقونو د ساتنې او ټولنې د اصلاح کارونه شاته پرېښې او خپلو شخصي ګټو ته کار کوي.

ارزګان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دفتر سرپرست عبدالشکور روستايي
ارزګان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دفتر سرپرست عبدالشکور روستايي

نوموړی وايي:

"ارزګان کې له خویندو څخه پوزه، غوږونه او ان دا چې په ژوندوني سوځول کېږي، خو مدني ټولنو یې پر وړاندې خپل غږ نه‎دی پورته کړی، موږ نه‌پوهېږو چې دوی د چا له‎خوا اداره کېږي او چاته کار کوي."

د مسؤلینو په خبره چې دا مهال ارزګان کې شااوخوا ۱۰ مدني ټولنې شته چې درې يې ښځینه او اووه‌يې نارینه دي.

بل‌خوا د مدني ټولنې مسؤلې بي‎بي مرجانې کوچۍ ازادي راډيو ته وویل:

"ماته څو ځلې د ارزګان لوړپوړو چارواکو خبرداری راکړی چې د هېڅ‌چا غږ پورته نه‎کړئ، موږ څوک مظاهرې ته نه‌پرېږدي، د یوه غریب او بې‎چاره ولس غږ پورته کولو ته مو نه‌پرېږدي، خو زموږ غوښتنه له مرکزي ادارې دا ده چې موږ ته اجازه راکړي چې د خپلو حقونو د لاسته راوړلو لپاره مدني حرکتونه وکړو."

د مدني ټولنې مسؤلې بي‎بي مرجانې کوچۍ
د مدني ټولنې مسؤلې بي‎بي مرجانې کوچۍ

د اغلې کوچۍ په خبره چې د تاوتریخوالي د پېښو قربانیانو ته د عدالت غوښتنه او خلکو ته د عامه پوهاوي ورکړه د مدني بنسټونو له عمده موخو څخه ګڼل کېږي.

د مدني ټولنې مسؤل اسد پښتون هم ورته څرګندونې لري.

نوموړی وايي، ارزګان کې رسنۍ د یوه ځانګړي ټیم په واک کې دي او د بیان ازادۍ مخه‌یې نیولې.

ښاغلي پښتون زیاته کړه:

"موږ ارزګان کې یو ټلوېزیوني چینل نه‎لرو چې خپل غږ پورته کړو او یا هم خپلواکې رسنۍ، نو خود به موږ پټه خوله پاتې کېږو."

له دې ټولو سره-سره ارزګان کې د عدليې ریاست رئیس احمد خان احمدي وايي، هغه چاته به اجازه ورنه‎کړي چې تش په نوم مدني ټولنه جوړه کړي او د اړتیا پر مهال فعالیتونه نه‎کوي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG