د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

احمدي: د نشه‎یي توکو قاچاق کې له ښځو او ماشومانو زیاته استفاده شوې


د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې مرستیال وايي، د تېر کال په پرتله په روان لمریز کال کې د هغو ښځو او ماشومانو شمېر زیات شوی چې د نشه‎یي توکو په قاچاق کې ورڅخه ګټه اخیستل شوې ده.

باز محمد احمدي چې د چهارشنبې په ورځ له رسنیو سره د ۱۳۹۵ کال د وروستیو درېیو میاشتو د لاسته راوړنو په هکله خبري غونډه کې خبرې کولې وویل چې سږ کال پولیسو ۱۳ ښځې د نشه‎يي توکو د لېږد پر مهال نیولې دي.

ده له ښځو او ماشومانو څخه د نشه‎یي توکو په قاچاق کې ګټه اخیستنه د اندېښنې وړ وبلله.

بازمحمد احمدي
بازمحمد احمدي

ښاغلي احمدي زیاته کړه:

"دا چې مېرمنې افغانانو ته د ډېر ارزښت وړ دي او پلټنه او نيول‌يې کم صورت نیسي، نو ځکه ترې مافیايي ډلې د مخدره موادو په قاچاق کې ګټه اخلي چې موږ ان د کابل په هوايي ډګر کې پنځه-شپږ مېرمنې د مخدره موادو د لېږد پر مهال ونیولې چې په خپلو او د خپلو وړو اولادونو په خیټو کې يې مخدره مواد انتقالول چې واقعاً د خپګان ځای دی."

د ده د معلوماتو پر اساس پنځه ماشومان هم د نشه‎يي موادو د انتقال په تور نیول شوي دي.

د احمدي په خبره د دوی خاصو ځواکونو په دوو تازه عملیاتو کې چې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې ترسره شوي د مخدره موادو د تولید ۱۰ لویې فابریکې ویجاړې کړي چې لږ تر لږه ۲۱ ټنه نشه‎یي توکي چې هیروین، مورفین، تاریاک، تېزاب او امونیم کلورایډ په‎کې و له‌منځه وړل شوي دي.

په ورته وخت کې د چارو یو شمېر کارپوهان د نشه‎یي توکو قاچاق کې له مېرمنو او ماشومانو ګټه اخیستنه ستر او اندېښمن کوونکی جرم بولي او له دولته په دې برخه کې د جدي هلو ځلو غوښتنه کوي.

د افغانستان د ښځو او ماشومانو څخه د ملاتړ بنسټ مشره عادله حسیني وايي، دوی هم له دې امله سخت اندېښمن دي خو دا وایي، په دې اړه‌يې یوه طرح جوړه کړې او ډېر ژر به‌يې له دولت سره شریکه کړي.

نوموړې وايي:

"د نشه‎یي توکو برخه کې له مېرمنو او ماشومانو ګټه اخیستنه په ډېرې تېزۍ سره جریان لري او له هغو بې‎وزلو تنکیو ماشومانو نه چې د سړک په سر کار کوي مافیايي کړۍ ترې د نشه‎یي توکو د قاچاق، جنسي او په انساني قاچاق کې ګټه اخلي چې دا د هېواد راتلونکي ته ډېره د اندېښنې وړ ده، ځکه دا تنکي ماشومان د هېواد راتلونکي دي."

د اغلې حسینې په خبره مافیايي کړۍ د ښځو په واسطه له ولایتونو کابل ته او له کابله بهرنیو هېوادونو ته او له ماشومانو څخه د کابل ښار په داخل کې د نشه‎یي توکو په خرڅلاو کې ګټه اخلي.

هغې له دولته غوښتنه وکړه چې باید خلکو ته د کار په پېدا کولو کې هلې ځلې وکړې تر څو دغه ستونزه پای ته ورسېږې.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG