د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

عزيز: هيله ده د افغانستان پاکستان پوله به ژر پرانيستل شي


د پاکستان د صدراعظم نوازشريف د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز د شنبې په ورځ په اسلام‎اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې له افغانستان سره ګډه پوله‌يې په دې هېواد کې د وروستيو ترورېستي بريدونو په عکس‌العمل کې د امنيت په خاطر وتړله او ډېر ژر به دا پوله بېرته پرانیستل شي.

د پاکستان د صدراعظم نوازشريف د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز
د پاکستان د صدراعظم نوازشريف د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز

ښاغلي عزیز زیاته کړه:

"کله چې زموږ په هېواد کې د ترهګرۍ دوه دومره لويې پېښې وشي او دا څرک ولګېږي چې دا پېښې له پولې پورې غاړې تنظيمېږي، نو بيا خو داسې ګامونه اخیستل لازم وي. اوس هيله ده چې دغه لارې به ژر پرانیستل شي، موږ خو غواړو چې ولس په زحمت نه‎شي او دواړو غاړو ته خلک بې له خنډه تګ راتګ وکړي."

د چمن سيمې د تجارانو اتحاديې يو مشر دادشاه پژواک وايي، د پولې دواړو غاړو ته هغه تجاران له لوى تاوان سره مخامخ دي چې په ولاړو لاريو کې يې مېوې، سبزۍ، کبان او نور داسې خوراکي شيان بار دي چې د خرابېدو وېره‌يې ده.

ښاغلي پژواک وويل چې پوله نن هم د هر ډول تجارت لپاره تړل شوې ده.

دی زیاتوي:

"موږ د پرون اعلانونو ته خوشبينه وو چې پوله به پرانيستل شي، خو زموږ د تجارانو تاوانونو ته هېڅ‎څوک نه‌ګوري. له مالونو ډکې لارې هماغسې د پولې دواړو غاړو ته ولاړې دي، په دغو لاريو کې مېوې او سبزۍ دلته په نيمه بيه ليلام شوې دي، ځکه چې د خرابېدو وېره‌يې وه. موږ غوښتنه کوو چې دا پوله دې ژر پرانیستل شي."

سره له دې چې اسلام‎اباد کې افغان سفير ډاکتر عمر زاخېلوال پرون ازادي راډيو ته وويل چې پوله به په جزيي توګه پرانیستل شي او له افغانستانه به ناروغانو، سپين‎ږيرو، مېرمنو او ماشومانو ته د راتګ اجازه ورکړل شي، خو په چمن کې ځايي خبريالان وايي چې پر پوله يوازې هغو خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې چې ويزه ولري.

سرتاج عزيز وايي، ترهګري د افغانستان او پاکستان ګډ دښمن دى او د ځپلو لپاره‌يې له افغان مقاماتو سره پر ګډه تګ‎لاره سلا شوې ده.

نوموړی وايي:

"موږ پر يوه مېکانیزم خبرې کوو چې په پوځي، استخباراتي، سياسي او د بهرنيو چارو د دفتر په سطحه وي، هغه خبرې دوام لري، موږ چې افغان حکومت ته کوم وړانديزونه ورلېږلي، که هغوى ورباندې سلا شي، نو د اقتصادي همکاريو د سازمان په غونډه کې به چې راتلونکې اوونۍ په اسلام‌اباد کې کېږي-رسمي بڼه ورکړل شي."

د يادونې وړ ده چې پر ټولنيزو رسنيو هم اکثرو خلکو د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې پر تړلو اندېښنه څرګنده کړې او د پاکستان دا اقدام‌يې غندلى چې وايي، د هند له‌خوا سلګونه ځله پر پاکستاني سرحدي سرتېرو حملې شوې دي، خو پاکستان ورسره ګډه پوله نه‌ده تړلې، خو له افغانستان سره ګډه پوله تش د تورونو او ادعاوو پر سر وتړي او د ډيورند کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو ولسونو ژوند او تجارت اغېزمن کړي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG