د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

د ټاپي پروژې د ډیزاین او انجنیري کارونه افغانستان کې پیلېږي


د جرمني یوه کمپنۍ غواړي د افغان حکومت په مرسته د ټاپي پروژې د ډیزاین او انجنیري کارونه د افغانستان په خاوره کې پیل کړي.

د دغې پروژې د ډیزاین او انجنیرۍ کارونو د پیل هوکړه‌لیک د سې شنبې په ورځ د افغان ګاز مسؤلینو او جرمني کمپنۍ له لوري د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شو.

افغان چارواکو د ټاپي پروژې د ډیزاین او انجنیرۍ کارونو پیلول په دې پروژه کې د دخیلو هېوادونو د نښلولو لپاره یو مهم ګام وباله او ټینګار يې وکړ چې د دې پروژې د پشپړولو لپاره هلې ځلې دوام لري.

په زېربنايي چارو کې د ولسمشر سلاکار همایون قیومي د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د ټاپي پروژې د ډیزاین او انجنیرۍ کارونو د تفاهم‎لیک د لاسلیک په مراسمو کې وویل، د دغې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به بې‌ساري اقتصادي پرمختګونه رامنځ‎ته شي.

نوموړی وايي:

"په رښتیا سره نن ډېره د خوښۍ ورځ ده چې د دې لویې ملي او سیمه‌ییزې پروژې د بشپړتیا یو لوی ګام اخلو او د ټاپي پروژې د کار د پیل تفاهم‌لیک لاسلیک کوو، دا پروژه نه‌یوازې د ګاز نل‎لیکه ده چې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند سره نښلوي بلکې د نوري فایبر لپاره یو اقتصادي دهلیز هم دی چې څلور واړه هېوادونه له اروپا سره نښلوي."

د ټاپي پروژې د ډیزاین او انجنیرۍ کارونو د پیل په مراسمو کې د افغان چارواکو سربېره د ترکمنستان، پاکستان او هند سفیرانو هم ګډون کړی وو.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې د دغې پروژې سروې، ډیزاین او د انجنیرۍ کارونه د "I.L.F" جرمنی شرکت په غاړه لري او افغان دولت ژمن دی چې د امنیت په ګډون په بېلابېلو برخو کې ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرسته وزیره غزاله حبیب‎یار وايي، د ټاپي په اړه بحثونه پیل شوي او دغه پروژه به په دوو پړاونو کې بشپړه شي.

هغې وویل، د پروژې لومړی پړاو چې په یو کال کې به بشپړ شي د پروژې امنیت، د پروژې مطالعاتي برخه، ماین پاکونه او د ځمکو استملاک په‌کې شامل دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرسته وزیره غزاله حبیب‎یار
د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرسته وزیره غزاله حبیب‎یار

د نوموړي په خبره په دوهم پړاو کې چې درې کاله وخت نیسي د پروژې اساسي کارونه به پیل شي خو اوس د افغان ګاز تصدۍ برخه کې د کارګرانو او ماهرینو د روزنې چارې به پیل کړي.

د ټاپي د ګازو د نل‎لیکې پروژه تېر کال د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د مشرانو په ګډون د ترکمنستان عشق‎اباد ښار کې رسماً پرانیستل شوه.

د ګازو دغه نل‎لیکه چې ۱۸۰۰ کېلو متره اوږدوالی لري ۷۳۵ کېلو متره‌یې د افغانستان په خاوره کې تېرېږي.

د دې پروژې په عملي کېدو سره به هر کال ۳۳ میلیونه متره مکعبه ګاز له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدول شي.

د ترکمنستان له‎خوا د ټاپي پروژې د ګازو د لېږدولو مشر مراد امانوف د دې پروژې د ډیزاین او انجنیرۍ کارونو د پرانیستې په مراسمو کې د ټاپي پروژې د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او ټاپي پروژه‌يې د ټولنیز ثبات لپاره مهمه پروژه یاده کړه.

ښاغلي امانوف زیاته کړه:

"په اوس وخت کې ترکمن ګاز یو شمېر کارونه خلاص کړي او د انجنیرۍ او ډیزاین اسناد يې بشپړ شوي دي، د افغانستان ملاتړ ډېر مهم دی، د سیمې د هېوداونو تر منځ همغږي ډېره مهمه ده، د دې په خاطر چې کومه تخنیکي نیمګړتیا رامنځ ته نه‎شي. پروژه باید د موافقت‌نامې په بڼه بشپړه شي."

هغه د ترکمنستان په نماینده‎ګۍ وویل، هېواد يې د دې پروژې د تطبیق لپاره ژمن دی او د دوی شرکت د مالي مسایلو په اړه خپلې مشورې پیل کړې دي.

بل لورته د اقتصادي چارو افغان کارپوه عبدالله واحدیار د دغې پروژې د ډیزاین لپاره د امنیت په تأمین ټینګار وکړ او له حکومته‌يې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې د هغو سیمو د اوسېدونکو همکاري جلب کړي چې د ګازو دا نل‎لیکه ورڅخه تېرېږي.

راپور : اکرام‌الله اکرام

د ټاپي پروژې د ډیزاین او انجینري کارونه افغانستان کې پیلېږي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:03 0:00

XS
SM
MD
LG