د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

خوګیاڼی: پاکستان غواړي د داعش ضد روان عمليات له ننګونو سره مخ کړي


د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د پاکستان له لوري پر لعل‌پورې ولسوالۍ د توغنديز بریدونو یوازنی لامل په ننګرهار کې د داعش وسله‌والو پر وړاندې روان عملیات له خنډ سره مخ کول دي.

د ولایت ویاند عطاالله خوګیاني ازادي راډيو ته وویل چې د دې بریدونو یوازنی لامل همدا دی چې پاکستان غواړي هسکې مېنې او کوټ ولسواليو کې روان عملیات له خنډ سره مخ کړي.

عطاالله خوګیاڼی.
عطاالله خوګیاڼی.

دی زیاتوي:

"موږ په وروستیو کې په شینوارو او عموماً په سرحدي ولسواليو کې د داعش پر ضد عملیات پيل کړل، کله چې د ډيورند کرښې هاخوا څخه توغندیز بریدونه ترسره کېږي دا د داعش ډلې سره یو ډول مرسته کوي او زموږ د امنيتي ځواکونو عملیات له ننګونو سره مخ کوي ښه بېلګه‌يې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې زموږ د اولس تنو سرتېرو شهادت دی چې د همدغو توغندیزو بریدونو وروسته پېښ شو."

خوګیاني وایي چې له تېرې جمعې ورځې راهیسې د ډیورند فرضي کرښې هاخوا سیمو څخه پر لعل‌پورې ولسوالۍ توغندیز بریدونه پیل شوي چې تر دې دمه ۳۸۰ مرمۍ د یادې ولسوالۍ پر مختلفو سیمو لګېدلي چې له امله‌یې دوه ماشومان ټپیان شوي او تر دوه سوو کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي:

"د راکټي بریدونو شمېر له درې نیم سوو څخه زیات شوي، نېږدې څلور سوه بریدونه شوي د دې بریدونو له امله تر اوسه دوه ماشومان ټپيان شوي او شااوخوا دوه سوه کورنۍ بې‌ځایه شوي ښايي نور زیانونه هم خلکو ته اوښتي وي خو دقیقه شمېره‌یې نه‌ده معلومه."

په ورته وخت کې د ننګرهار یو شمېر مدني فعالانو د یو مطبوعاتي کنفرانس له لارې پر حکومت غږ وکړ چې د پاکستان په دا ډول کړنو دې ورته عمل وکړي.

مدني فعال او د پوهنتون استاد عبدالطیف مل شینواري په یاد مطبوعاتي کنفرانس کې د پاکستان له لوري پر لعل‌پورې ولسوالۍ بریدونه په کلکه وغندل او له حکومته‌یې وغوښتل چې دوی هم باید په ورته عمل لاس پورې کړي.

ښاغلی شینواری وايي:

"د افغان حکومت پر وړاندې چې د دې بریدونو پر وړاندې تل خاموشه دی موږ خپل غږ پورته کوو او بل موږ د امریکا متحده ایالاتو سره امنيتي تړون لرو او د امنيتي تړون د نورو مادو تر څنګ یوه دا ماده هم ده چې کله چې پر افغانستان باندې بهرنی هېواد تعرض کوي د امریکا شته ځواکونه به د دې پر وړاندې غبرګون ښيي."

دا لومړی ځل نه‌دی چې د پاکستان له لوري پر افغان خاوره توغنديز بریدونه ترسره کېږې، بلکې له دې وړاندې هم په وار وار پاکستان د ډیورند کرښې له هاخوا څخه د کونړ او ننګرهار پر یو شمېر ولسواليو ورته بریدونه ترسره کړي چې د کورنیو د بې‌ځایه کېدو تر څنګ‌یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG