د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

ګارډین: د کډوالو اداره "UNHCR" په خپل ماموریت کې پاتې راغلی


ګارډین:

بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په یوه مطلب کې پر هغو افغان کډوالو تمرکز کړی چې په دې وروستیو کې د پاکستان د فشارونو له امله بېرته خپل هېواد ته کډه شوي دي.

ګارډین د بشري حقونو د څارنې د سازمان HRW په حواله لیکي:

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره UNHCR په خپل دې ماموریت کې پاتې راغلی چې له کډوالو سره د پاکستان د بد سلوک د کمپاین په غندلو سره هغوی خوندي کړي.

د دغه کمپاین په نتیجه کې په زرګونونو افغانان له دې هېواده په خپله وتلي یا هم ایستل شوي چې په خپل وطن کې هم د زورونې له خطر سره مخامخ دي.

د HRW په وینا د پاکستان حکومت تېر کال پر افغان کډوالو فشارونه هغه مهال اوج ته ورسول چې دوی ټولو ته یې امر وکړ چې له دې هېواده ووځي.

د پاکستان دغو فشارونو د تېر کال د جون له میاشتې راهیسې نېږدې شپږ لکه افغانان اړ کړي چې له دې هېواده ووځي.

ګارډین وړاندې لیکي، له کله چې پاکستان دغه اعلان کړی، په هغه هېواد کې پاکستاني چارواکو د افغانانو د کورونو او دوکانونو پلټل پیل کړي دي.

د ګارډین په لیکنه د پولیسو د بد چلند او په خپل سر نیونو په اړه یې هم ډېرې کیسې اوریدلي او ځينې داسې راپورونه یې هم ترلاسه کړي چې په ډېرو هغو ټولنو کې چې څو لسیزو یې افغانانو ته ځای ورکړی ناڅاپه یې هغوی ته شا کړې او د کرایي کورونو قراردادونه یې لغوه کړي دي.

له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو په اړه د بشري حقونو د څارنې سازمان په خپل راپور کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره باید له دې هېواده په زوره د ګڼو افغانانو د ایستلو دغه بهیر پای ته ورسوي او پریږدي چې افغانان په خپله خوښه له دې هېواده ووځي.

افغانستان ته ستانه شوي اکثره له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال په خپل هېواد کې هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

ډېری دغه افغانان د ناامنیو له امله خپلو اصلي مېنو ته نه‎شي تللی او د لویو ښارونو په څنډو کې په ډېر ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

دیجیټال ژورنال:

کاناډایي دیجیټال ژورنال خپرونې په هلمند کې د ملکي افغانانو وژلو ته پام اړولی او لیکي:

افغان چارواکي او د سیمې اوسیدونکې دواړه ادعا کوي چې د دې ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو د تېرې اونۍ په بمباري کې ۲۲ ولسي وګړي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي خو د امریکا د پوځ یو ویاند وایي چې د دغو ادعاوو په اړه څیړنه کوي.

د خپرونې په وینا امریکا معمولاً په لومړي سر کې د ملکي تلفاتو خبره نه مني او یوازې هغه وخت ترې انکار نه‎شي کولای چې په دې اړه کره شواهد موجود وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما هم د یکشنبې په ورځ تائید کړه چې په هلمند کې د امریکا په هوايي بمباري کې لږ تر لږه ۱۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG