د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

د افغانستان-اذربایجان تر منځ د سوداګریزو اړیکو پراخولو لپاره هڅې


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، هڅې تېزې شوي چې د افغانستان-اذربایجان تر منځ ترانزیټي او سوداګریزې اړیکې لا نېږدې او پراخې شي.

یاده خونه وايي، د افغانستان او اذربایجان تر منځ د سوداګرۍ پراختیا، په هغه هېواد کې د افغان ترانزیټ لپاره د اسانیتاو برابرېدل، د یو بل په خاوره کې د پانګونې لپاره د پانګه‌والو راماتول، په اذربایجان کې د افغان محصولاتو لپاره د مارکېټونو موندل، په دغو برخو کې ګډه همکاري او داسې نور، هغه موارد دي چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د اذربایجان د صنایعو او صادراتو د ادارې له‌خوا به پلې شي.

دا خبرې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس عتیق‌الله نصرت د دوشنبې په ورځ په کابل کې د اذربایجان د صنایعو او صادراتو د پراختیا ادارې له مرستیال یوسف عبدالله یوف سره په یوې ګډه ناسته کې وکړې.

عتیق الله نصرت
عتیق الله نصرت

ښاغلي نصرت وویل:

"اوس د دې وار رسېدلی چې له اذربایجان سره چې یو ستراتیژیک هېواد او د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپا تر منځ د یوځای کولو مهمه سیمه ده په عملي توګه ګډه همکاري پیل کړو."

یادو هدفونو ته د رسېدو په مقصد، د دواړو لورو تر منځ د ګډې همکارۍ او د نظریاتو د تبادلې یو تفاهم‌لیک هم لاسلیک شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو وویل، اوس‌مهال اذربایجان ته د هېواد د صادراتو کچه ۴ میلیونه او له مقابل لوري څخه د وارداتو کچه، شااوخوا ۴۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي او تمه ده چې د دواړو لورو د هڅو په نتیجه کې دغه کچه، څو برابره لوړه شي.

مسؤلینو وویل، اذربایجان هغه هېواد دی چې د افغانستان ترانزیټ ترې د ترکيې له لارې په لږ لګښت او لږ وخت کې، اروپايي هېوادونو ته ورسېږي.

د اذربایجان د صنایعو او صادراتو د پراختیا ادارې مرستیال یوسف عبدالله یوف ژمنه وکړه چې په خپله خاوره کې به د افغان ترانزیټ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او اقتصادي همکاري به زیاته کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د اقتصاد او صادراتو په برخه کې ډېر ښه ریفورمونه جوړ کړي او کېدای شي چې زموږ له هېواد څخه د افغانستان، روسیې او نورو اروپايي هېوادونو تر منځ د یو تجارتي او ترانزیټي واټ په توګه، ښه ګټه پورته شي، تر څو د افغانستان محصولات روسیې، ګرجستان او نورو ته صادر شي."

د اقتصادي چارو کارپوهان د افغانستان او اذربایجان تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا او په دې برخه کې د ګډو همکاریو هڅه د دواړو لورو په ګټه بولي خو تأکید کوي چې د افغانستان اقتصادي کمزورۍ ته په کتو سره باید، د هېواد پراختیايي پروژو ته، د اذري پانګه‌والو، پانګونې جلب شي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر وايي:

"پانګه اچونه که په افغانستان کې دننه جلب شي، د افغانانو په ګټه ده ځکه چې بېکاري زیاته ده، زه دغو همکاریو ته خوشبینه یم خو په دغه اصل سره چې په افغانستان کې پانګه اچونه وشي، تر څو ټولنیزه او اقتصادي وده د افغانانو په برخه شي."

ځیني افغان سوداګر هیله ښيي چې اذربایجان دې د ترانزیټ په برخه کې له افغانانو سره زیاته مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان سوداګر وایي، ایران، پاکستان، ازبکستان او ځینو نورو شمالي ګاونډیو سره د ترانزیټ د اسانتیاو د برابرولو په مقصد ګډې تفاهمنامې لري خو اوس هم دوی ته په دغو هېوادونو کې لازمې اسانتیاوې نه‌دي برابرې شوي.

په دې اړه افغان او اذري لوري ټنیګار وکړ چې د دواړو هېوادونو تر منځ به د دغو اړیکو د پراختیا ژمنه، په ښه توګه عملي شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG