د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

د حکمتیار په اړه د امنیت شورا له پرېکړې نه د ګډ کمېسیون هرکلی


د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ګلبدین حکمتیار ټول وضع شوي بندیزونه لېرې کړل.

افغان حکومت او د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي له دغه اقدام څخه د هرکلي ترڅنګ ویلي چې د بندیزونو له لېست نه د ګلبدین حکمتیار د نوم ایستل به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې ګټور تمام شي.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړه لیک د پلي کېدو ګډه کمېټه پر ګلبدین حکمتیار د وضع شویو تحریمونو لېرې کول نېک او منطقي ګام بولي.

د افغان حکومت له لورې د دغه کمېټې مشر ډاکټر اکرم خپلواک د شنبې په ورځ کابل کې خبرې ناستې ته وویل چې د بندیزونو له لېسته د حکمتیار په لېرې کېدو سره به د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړې یو مهم بند عملي شو.

خپلواک: دا ډېر یو نېک او منطقي ګام دی.
خپلواک: دا ډېر یو نېک او منطقي ګام دی.

نوموړي زیاته کړه:

"نن د موافقتنامې یوه مهم بند چې د افغانستان پر حزب اسلامي او د دوی پر محترم مشر باندې د امنیت شورا د تعزیراتو موضوع وه چې الحمدالله رفعه شوه."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان حکومت له غوښتنې وروسته د جمعې په ورځ د القاعده، داعش او نورو اړوندو ډلو له لېسته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم لېرې کړ.

د ګلبدین حکمتیار نوم په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې شامل شوی وو.

په ورته وخت کې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړه لیک د پلي کېدو په ګډه کمېټه کې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم د امنیت شورا دغه پرېکړه منطقي او د سولې د ټینګښت لپاره ګټوره وبلله.

ښاغلی کریم وايي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار به د دغه حزب د زندانیانو د خوشې کېدو او د هوکړه لیک د درېیو نورو مادو چې په راتلونکو ورځو کې به پلي شي کابل ته راشي.

محمد امین کریم
محمد امین کریم

نوموړي زیاته کړه:

"د یو شمېر زندانیانو خوشې کېدل مهم دي ځکه دا امکان نه لري چې ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي او یوه مور د خپل زنداني ځوی لپاره لاس په دعا وي، د کډوالو لپاره د ځمکو وېش، امنیت او څلورمه موضوع د هغه د اوسېدو د ځای قطعي تثبیت دی."

د افغانستان د سولې عالي شورا بیا وايي چې د بندیزونو له لېست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم اېستل دا ثابتوي چې د افغانستان د سولې موضوع نړیوالو ته مهمه ده.

د دغې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د بندیزونو له لېست نه د حزب اسلامي د مشر لېرې کول په افغانستان کې ټولو وسله والو ډلو ته دا پیغام رسوي چې یوازې د سولې له لارې کولای شي خپلو اهدافو ته ورسېږي.

پخواني معلومات:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پر ګلبدین حکمتیار ټول وضع شوي بندیزونه لېرې کړل.

خپلواک: له تور لیسته د حکمتیار نوم ایستلو هڅې پيل شوي

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه د روان هجري لمریز کال د مېزان په میاشت کې د ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار ترمنځ لاسلیک شوه.

​د ګلبدین حکمتیار نوم په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې شامل شو.

له دغه لېسته د ګلبدین حکمتیار د نوم ایستل د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د لاسلیک شوې هوکړې یو مهم مورد وو.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لورې په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې د ګلبدین حکمتیار نوم د دغه شورا د جمعې د ورځې په ناسته کې د بندیزونو له لېست څخه وایستل شو.

ګلبدین حکمتیار
ګلبدین حکمتیار

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د بندیزونو له لېست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم ایستل دا ثابتوي چې د افغانستان د سولې موضوع نړیوالو ته مهمه ده.

د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار اسماعېل قاسمیار د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار اسماعېل قاسمیار.
د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار اسماعېل قاسمیار.

"د نړیوالو په عامه ذهنیت کې د افغانستان د سولې مسئله ارزښت لري او له دې موضوع یې ملاتړ وکړ او بالااخره په دې برخه کې چې یې کوم ملاحظات لرل هغه رفع شول او د ګلبدین حکمتیار نوم یې له لېسته ووېسته."

د افغان حکومت ډېری مخالف وسله وال د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې شامل دي.

د سیاسي چاروکارپوهان وايي، د بندیزونو له لېست نه د حکمتیار د نوم ایستل نورو وسله والو ته دا پیغام رسوي چې د کورنیو او بهرنیو له څارنې د خلاصېدو یوازینې لار سوله ده.

سیاسي کارپوه او د سولې د عالي شورا د دارلانشا پخواني رئیس محمد ایوب رفیقي د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له تور لېسته د انجنیر ګلبدین حکمتیار د نوم ایستل د افغان حکومت وسله والو مخالفیونو او هغه کسانو ته چې نومونو یې په تور لېست کې دي مثبت پیغام رسوي، دا یو هڅونکی ګام دی له ګلبدین حکمتیار سره د سولې د شوې هوکړې په اړه کومه اندېښنه چې موجوده وه همدا موضوع وه."

ښاغلی رفیقي هیله مندي ښي چې د بندیزونو له لېست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم په ایستلو سره به کابل ته د ښاغلي حکمتیار د راتګ زمینه برابره شي.

د حزب اسلامي مسؤلین وايي، کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتګ لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی دی.

امنیتي تدابیر او د ګلبدین حکمتیار د اوسېدو لپاره مناسب ځای کابل ته د حزب اسلامي د مشر د راتګ د چمتوالي مهمې برخې ګڼل کېږي.

پخواني معلومات:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم د بندیزونو له لېست څخه لېرې کړ.

د ملګرو ملتونو له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې د امنیت شورا د جمعې په ورځ د القاعدې شبکې او داعش له لېسته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نوم لېرې کړی دی.

د دغه ګوند ویاند حشمت ‌الله ارشد هم نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو له لېست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم لېري کېدل له افغان حکومت سره د سولې د هوکړه لیک یو له مهمو مواردو څخه و.

نوموړي وویل چې ممکن تر راتلونکو لسو یا شلو ورځو پوري ښاغلی حکمتیار کابل ته راشي او په دې برخه کې مهم تدابیر هم نیول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندي افغان حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي وو چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له مشرانو بندیزونه لرې کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG