د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

د داووس ښار به د افغان نجونو د لومړي ارکستر د وړاندې کولو شاهد وي


د افغان نجونو لومړنی ارکستر د جمعې په ورځ په سویس کې کنسرټ اجرا کوي.

دا ارکستر چې نګینه خپلواک‌یې مشره ده د نړۍ د اقتصادي غونډې په پای کې د شااوخوا درې زره کسانو په وړاندې یو ساعت د موسیقي الات غږوي.

د افغان نجونو لومړنی ارکستر به د جمعې په ورځ د سویس هېواد په داووس ښار کې د نړۍ د اقتصادي غونډې په پای ورځ افغاني موسیقي وغږوي.

په دغه ارکستر کې ۳۵ نجونې چې عمرونه‌یې د ۱۳ او ۲۰ کلونو تر منځ دي د موسیقۍ الات غږوي.

نګینه خپلواک
نګینه خپلواک

نګینې خپلواک چې د دې ارکستر مشره ده فرانس پرېس اژانس ته ویلي، د دې لپاره چې هغه د افغانستان د موسیقي په ملي انسټېټیوټ کې شامله شي پلار یې په کونړ کې د ټولو خپلوانو په وړاندې ودرېد.

تمه ده د نګینې هیلې چې ویلي یې دي غواړي په نړیوالو تالارونو کې ارکستر اداره کړي د جمعې په ورځ حقیقت ومومي.

د سویس په داووس ښار کې دغه یو ساعته ارکستر نندارې ته به د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو شااوخوا درې زره مشران ناست وي.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوت د زهرې په نوم د افغان نجونو دا لومړنی ارکستر رامنځته کړی دی.

احمد ناصر سرمست
احمد ناصر سرمست

د دغه انسټېټیوټ رئیس احمد ناصر سرمست اروپا ته د افغان هنرمندو نجونو د راتګ او د نړۍ په اقتصادي غونډه کې د هغوی د اجرا په اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"سږ کال د افغان نجونو ارکستر وبلل شو څو د نړۍ د اقتصادي غونډې په وروستۍ ورځ د سویس په داووس ښار کې یو ساعته کنسرټ ترسره کړی، له هغې وروسته به د افغان نجونو اروپايي سفر «د موسیقي کنسرټونه» پیل شي چې له داووس به زوریخ ته ځي، بیا به ژنیو ته هم ولاړ شي او کنسټرونه به ولري، له سویس وروسته د جرمني په برلین او وایمر ښارونو کې هم کنسټرونه جوړېږي."

د افغانستان د موسیقي د ودې لپاره ناصر سرمست زیات کارونه کړي او د همدې هڅو په خاطر په ۱۳۹۱ کال کې د ازادي راډیو د کال غوره شخصیت وټاکل شو.

هغه ته په دې وروستیو کې هم د ژوندۍ اجرا د هنرونو د نړیوالۍ ټولنې له‌خوا جایزه ورکړل شوه.

د افغانستان د موسیقۍ په ملي انسټېټیوټ کې یتیم او بې‌کوره ماشومانو او وړو نجونو ته د موسیقۍ فني او مسلکي درسونه ورښودل کېږي.

د یاد انسټېټیوټ رئیس ښاغلی سرمست د افغان نجونو د لومړني ارکستر جوړېدل په افغانستان کې د یوه انقلاب په توګه یادوي او لویه لاسته راوړنه‌یې بولي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغان نجونو د ارکستر جوړول یوازې د افغانستان لپاره یو انقلاب او لاسته راوړنه نه‌ده بلکې د اسلامي هېوادونو په خاصه توګه ګاونډيو هېوادونو لپاره یوه مثبته بېلګه ده."

ښاغلی سرمست وايي کومې نجونې چې د افغان نجونو د ارکستر «زهره ارکستر» کې د موسیقۍ الات غږوي د افغانستان غوره استازې دي چې کولای شي له دغه هېواده د نړیوالو درک او لیدلوری بدل کړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG