د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

داعش ننګرهار کې ۱۳ تنه علما برمته کړي


داعش وسله‌والو د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې دیارلس تنه علما برمته کړي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، داعش وسله‎والو په هسکې مېنې ولسوالۍ کې ۱۳ تنه ديني علماء له ځانه سره بيولي دي.

د ولایت ویاند عطالله خوګيآڼی وايي، د یکشنبې په ورځ شاوخوا نهه بجې د هسکې مېنې ولسوالۍ د شپولې سیمې اړوند د مشر ملا صیب په مدرسه کې ازموينه اخیستل کېده چې داعش وسله‎والو ۱۳ تنه ديني علماء چې په یاده مدرسه کې استادان و له ځانه سره بيولي دي.

نوموړی وايي، ولايتي ادارې د یادو علماو د راخوشې کېدو په موخه هر اړخیزې هڅې پيل کړي.

داعش وسله‎والو تر اوسه د دې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG