د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

د کندهار ټپي شوي مرستیال والي عبدالعلي شمسي ساه ورکړه


افغان چارواکي وايي د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي چې د تېرې شپې په چاودنه کې سخت ټپونه اخیستي وو ساه ورکړه.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال پر خپله فېس‌بوک پاڼه دا خبر تائید کړی خو په دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

پخواني معلومات:

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چې د سې شنبې ماښام په چاودنه کې ۱۱ کسان وژل شوي او د کندهار د والي ډاکتر همایون عزیزي او د عربي متحده اماراتو د سفیر په ګډون ۱۲ نور ټپیان دي.

قوماندان که څه هم په دغې پېښه کې د مرستیال والي عبدالعلي شمسي ممکنه وژل کېدل تائید کړي خو د محلي ارګانونو خپلواکې ادارې د شپې ناوخته وویل چې د والي مرستیال ژوندی خو شدید زخمونه لري.

جنرال عبدالرازق چې خپله تر چاودنې مخکې د پېښې له ځایه وتلی و ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د هغو چاودېدونکو موادو په نتیجه کې رامنځته شوې چې د ولایت مقام د مېلمستون په کوچونو کې ځای پر ځای شوي وو.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق

قوماندان وايي، د ټپیانو حالت د اندېښنې وړ نه‌دی خو وژل شوي کسان داسې سوځېدلي چې د پېژندلو وړ نه‌دي.

په وژل شویو کسانو کې یوازې دقیقاً د عربي متحده اماراتو د پنځو ډیپلوماتانو او د پخواني جمهور رئیس د نېږدې خپل یما قریشي جسدونه پېژندل شوي دي.

د کندهار د بهرنیو چارو رئیس شاه احمد سعید او د ولسي جرګې استازي باز محمد جوزجاني د مرګ او ژوند په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه‌شته.

د کندهار ملي سوداګر هاشم کرزی او حاجي محمد صدیق مهمند چې په دغې میلمستیا کې ګډون کړی وو د ټپیانو په ډله کې شامل دي.

بل‌خوا د کندهار د میرویس روغتون مسؤلین وايي چې ورته د تېرې شپې د پېښې کوم ټپي نه‌دی وروړل شوی.

په ورته وخت کې د کندهار پوځي روغتون ته چې د تېرې شپې د پېښې ټپیان وروړل شوي، یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د ټپیانو په ډله کې د کندهار مرستیال والي نه‌شته کېدای شي وژل شوی وي.

د یادولو وړ ده چې دغه چاودنه د هغې مېلمستیا پر مهال رامنځته شوې چې د کندهار چارواکو د عربي متحده اماراتو د سفیر لپاره برابره کړې وه.

د عربي متحده اماراتو سفیر د سې شنې په ورځ د کوچنیانو لپاره د یوه ښوونځي د جوړولو د چارو د پیل لپاره کندهار ته راغلی و.

افغانستان کې د اماراتو سفیر
افغانستان کې د اماراتو سفیر

وسله‌والو طالبانو دغه حملې کې لاس لرل رد کړي.

پخوانی:

د کندهار ولایت مقام مېلمستون کې یوه چاودنه شوې.

د کندهار ولایت مقام ویاند صمیم خپلواک ازادي راډيو ته وویل چې دغه چاودنه د دغه ولایت مقام د مېلمستون په کوچونو کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې.

ښاغلی خپلواک زیاتوي چې په دغې چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي او د کندهار والي ډاکتر همایون عزیزي او افغانستان کې د عربي متحده اماراتو د سفیر جمعة‌الکعبی په شمول ۱۴ تنه ټپیان شوي او له چاودنې وروسته اور لګېدنه هم رامنځته شوې چې ځیني کسان هم سوځېدلي دی.

ښاغلي خپلواک د وژل شویو کسانو د هویت په اړه لازیات معلومات ورنه‌کړل.

یوې بلې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په یاده پېښه کې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي او د کندهار ولایت د بهرنیو اړیکورئیس شاه محمد هم وژل شوي دي.

دغه پېښه داسې محال رامنځته کېږي چې افغانستان کې د عربي متحده اماراتو سفیر له یو شمېر سوداګرو او د دغه ولایت چارواکو سره د ولایت مقام په مېلمستون کې په یوې مېلمستیا کې ګډون درلود.

رپوټونه وايي چې دغې مېلمستیا ته د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل او د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق هم وربلل شوي خو روښانه نه‌ده چې دوی په دغې مېلمستیا کې ګډون درلود که نه؟

وړاندې له دې د کندهار ولایت مقام یوې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې په دغې چاودنه کې د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي او افغانستان کې د عربي اماراتو سفیر هم ټپيان شوي چې ښاغلی عزیزي د کوما په حالت کې دی.

په کندهار کې د ازادي راډيو خبریال محمد صادق رښتینی وايي چې سیمه د امنیتي ځواکونو له‌خوا کلابند شوې او د پېښې ځای ته چا ته د تګ اجازه نه‌ورکوي.

نوموړی وايي چې په سیمه کې امبولانسونه لیدل کېږي چې ظاهراً د پېښې ټپيان روغتونونو ته انتقالوي.

تر دې مهاله د دې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار هم نن د دوو پرله‌پسې چاودنو شاهد وو.

دا چاودنې نن سې شنبه مازيګر د لسو دقیقو په فاصله کې د دارالامان پر سړک وشوې.

د کابل امنیتي مسؤلین تائیدوي چې په دې چاودنو کې مرګ ژوبله رامنځته شوې.

د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې امر احمد ولي صبوري ازادي راډیو ته وویل چې دواړه حملې انتحاري وې چې د ده په خبره د دوو موټرو په واسطه ترسره شوي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت سلاکار خواجه قمرالدین صدیقي ازادي راډیو ته وویل جې په دغې پېښه کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۷۸ تنه ټپيان دي چې د ۷ تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.

XS
SM
MD
LG