د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

بارکزی: له ۴ ورځو راهیسې ارزګان کې طالب چارواکي په خبرو بوخت دي


په ولسي جرګه کې د ارزګان استازی عبیدالله بارکزی د هغه ولایت د خلکو له قوله وايي چې له څلورو ورځو راهیسې ځيني طالب چارواکي په هغه ولایت کې له خلکو سره په خبرو اترو بوخت دي.

ښاغلي بارکزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب او د طالبانو دفاع وزیر محمد ابراهیم له دوه پاکستاني جنرالانو سره ارزګان ته راغلي دي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان استازی عبیدالله بارکزی
په ولسي جرګه کې د ارزګان استازی عبیدالله بارکزی

نوموړی وايي:

"ماته څلور ورځې وړاندې له ارزګانه ټیلیفون وشو چې د ملا عمر زوی او د طالبانو د تشکیل دفاع وزیر له دوه نابلده کسانو سره چې د خلکو په وینا د پاکستان د پوځ یا استخباراتو جنرالان دي راغلي دي چې ملا یعقوب په چارچینو کې له خلکو سره هم ناسته پاسته کړې او د طالبانو دفاع وزیر د ترینکوټ په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر واک لاندې دي له مشرانو سره لیدلي دي."

په دې اړه چې دوی د سیمې له خلکو سره په څه اړه خبرې کړي دي ښاغلی بارکزی څه نه‌وايي خو وايي، که دوی د سولې د خبرو اترو لپاره راغلي وي دا یو نېک ګام دی.

که څه هم وسله‎والو طالبانو په دې اړه څه نه‎دي ویلي خو له دې وړاندې ولسي جرګې د افغان حکومت کمزوري د دې لامل بللي چې طالبان په اسانه خپل خوځښتونه ولري.

طالبانو هم د ۲۰۱۶ میلادي کال له ختمېدو سره وویل چې له ۴۰ ډېرې ولسوالۍ په واک کې لري هغه څه چې وروسته بیا د افغانستان دفاع وزارت رد کړي دي.

د ولسي جرګې غړي له ادعا وروسته د افغانستان دفاع وزرات وايي، دا نه‌ردوي چې ځيني طالب چارواکي دې افغانستان ته راغلي وي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، هغه طالبان چې د کوټې شورا سره د نظر اختلافات لري د نوي مشرتابه لپاره د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د خلکو سره په خبرو لګیا دي.

د دفاع وزارت ویاند مرستیال محمد رادمنش
د دفاع وزارت ویاند مرستیال محمد رادمنش

ښاغلی رادمنش زیاتوي:

"د همدې بې‌اتفاقیو له امله‌یې ځيني له کوټې تښتېدلي دي او افغانستان ته راغلي دي نن یو ځای بله ورځ بل ځآی ته ځي، چارچینو لیرې ده ښايي د ترینکوټه‌یې د ځينو خلکو سره خبرې کړې وي خو زه ډاډمن یم چې خپله په ترینکوټ کې دا ډول مسایل نه‎شته او نه‌شي کولای هم چې راشي."

هغه له دې ډلې سره د پاکستاني جنرالانو راتګ ردوي وايي چې که د دوی له‎خوا کوم ګواښ وشي افغان ځواکونه به‌یې پر وړاندې ودرېږي.

طالبانو د دغو چارواکو د سفر په اړه څه نه‌دي ویلي خو له دې وړاندې یې خپل منځي هر ډول اختلافات رد کړي او هغه‌یې د ځان پر وړاندې تبلیغ بللی دی.

د چارو کارپوه باري عارض وايي، که دا خبرې رښتینې وي باید افغان حکومت له فرصته په ګټې اخیستنې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره استفاده وکړي.

ښاغلی عارض وړاندیز کوي چې په دا شان حالتو کې باید حکومت له یوې خوا تصفیوي عملیات چټک او له بل لوري د وسله‎والو مخالفینو له غړو سره د خبرو اترو پروسه په ښه توګه مخته یوسي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG